د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د پاکستان پر لور د الوتنې ټکټونو بیې په بېساري ډول لوړې شوي دي. د کابل اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ناروغان، وايي د ټکټونو لوړې بیې او د لارو تړل کېدلو، له جدي ستونزو سره مخ کړي.
کابل کې د هوايي ټکټ پلورنځیو شرکتونه وايي، د کابل ـ اسلاماباد ټکټ بیه له ۱۴۰ ډالرو څخه ۵۲۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د امارت اسلامي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، له شرکتونو جدي څارنه کوي او د ټاکل شوي نرخ څخه د لوړې بیې د پلورلو مخه یې نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وروستیو بریدونو د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې او د تګ راتګ لارې یې تړلې دي.