Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی

امیر خان متقي 243

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې امير خان متقي مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړې، متقي به په دې ناسته کې د افغانستان او سيمې د اړيکو د پراختيا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف څرګند کړي.

ټاکل شوې د مسکو فارمټ مشورتي غونډه نن سې‌شنبې د اکټوبر پر ۷مه نېټه پیل شي چې د افغانستان، هند، ايران، قزاقستان، چين، قرغزستان، پاکستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستا ځانګړي استازي او لوړ پوړي چارواکي به په کې ګډون وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روسیې تاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ماريا زاخارووا په خبره راپور ورکړی چې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې به، د افغانستان ملي پخلاينې بهير د پرمختګ او د سیمې هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ترهګرۍ ضد او د نشه‌يي توکو پر ضد د عملي همکاريو پراخولو ته لومړيتوب ورکړل شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، امير خان متقي به د مسکو فارمټ د اوومې غونډې په څنډه کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره هم جلا ناسته ولري چې د دوه اړخيزو همکاریو او د اوسنيو مسایلو په اړه به بحث او خبرې وکړي.

د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې غونډې بڼه ده چې د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې پیل شو چې په دې وروستیو کې یې د غړو شمېر په تدریجي ډول یوولسو ته لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام