Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې په لومړي ځل د شري واکسين کمپاين پيل شوی

20250929_111407

د پکتيا عامې روغتيا رياست مسولان وايي چې نن ورځ دوشنبه پکتيا د مرکز او ۱۴ ولسواليو کې د شري واکسين لس ورځني کمپاين پيل شوی دی.

د ياد واکسين د پيل مراسمو کې د پکتيا عامې روغتيا ريس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې شری يو ساري ناروغي ده چې پرې اخته ماشومانو د مرګ سبب هم کيږي.

هغه وويل چې د شري لپاره د واکسين تطبيق يې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

پکتيا کې د کتلوي معافيت عموي مسول سرفراز ژمن وويل چې د شري واکسين د لومړي ځل لپاره پکتيا کې پلی کيږي چې له ۶ مياشتو څخه تر لس کلني پوره ماشومانو ته تطبيق کيږي.

هغه له خلکو او ديني عالمانو وغوښتل چې د شري واکسين په لس ورځني کمپاين په ښه تطبيق کې دې له روغتيايي ټيمونو سره پوره برخه واخلئ او همکاري دي وکړي.

د سرفراز ژمن په خبره چې ياد واکسين په ټوله پکتيا کې د  ۱۰۵۲ روغتيايي کسانو لخوا مخته وړل کيږي.

هغه زياته کړه چې ياد واکسين به هم د عامې روغتيا رياست تر قوانينو لاندې جومات په جومات تطبيق کيږي.

هغه وويل هڅه کوي چې پکتيا ټولو لرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته ياد واکسين تطبيق کړي.

ياد کمپاين د ډبليو ايچ او او يونيسف ادارې په مالي همکاري مخکې وړل کيږي. په ورته وخت کې د پکتيا يو شمېر اوسيدونکي هم د شري واکسين تطبيق پيل ته خوښي څرګندوي.

د پکتيا يو تن اوسيدونکي انور وويل چې په دې وروستيو کې په ماشومانو کې د شري ناروغي يو څه زياته شوې وه. هغه وويل د واکسين په تطبيق سره به د يادې ناروغي يو څه اندازه مخه ونيول شي.

د يادونې وړ ده چې د شري واکسين د هيواد په ۱۷ ولايتونو کې تطبيق کيږي چې پاتې ۱۷ ولايتونو کې به په دويمه دوره کې تطبيق شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام