د اوکراین پر پلازمېنه کېیف او شاوخوا سیمې د روسیې د پراخو ډرون او توغندیزو بریدونو له امله څلور کسان وژل شوي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي پهکې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ هم شامله ده. سربېره پر دې، لږترلږه ۱۴نور کسان ټپیان شوي هم دي.
چارواکي وايي چې برید د یکشنبې سهار وختي شوی او د کېیف په ټوله سیمه کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شوی دی. د سیمهییزې پوځي ادارې د معلوماتو له مخې، روسیې پر ښار د ډرونونو او توغندیو ګډ برید کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوکرایني چارواکو په وینا، د هوايي دفاع ځواکونو د روسیې ګڼشمېر ډرونونه او توغندي لهمنځه وړي، خو د ځینو توغندیو د لګېدو له امله د خلکو مرګژوبله او د هستوګنې په سیمو کې ویجاړۍ رامنځته شوې ده.
یادونه کېږي چې د روسیې لهخوا پر اوکراین بریدونه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي او د ملکي وګړو د ژوند او شتمنیو لپاره یې لوی ګواښونه رامنځته کړي دي.
د جګړې د اوږدېدو له امله نړیواله ټولنه په وار وار د اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، خو تراوسه د سولې لپاره هېڅ څرګنده پایله نهده لیدل شوې.