Asset 1SWN

سراج‌الدین حقاني: پولیس دې ولس ته ریښتيني خدمات وړاندې کړي

G0fFX2ubsAAiizq

د کورنیو چارو وزیر سراج‌ الدین حقاني په مشرۍ د دغه وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.

سراج‌الدین حقاني د دغه وزارت د رهبرۍ غونډه کې ویلي، د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي او د هېواد په کچه د پولیسو ټول ځواکونه باید د ولس لپاره ریښتیني خدمتونه وړاندې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، د ولس باور ترلاسه کول مهم دي او باید هڅه وشي چې د خلکو او پولیسو ترمنځ هېڅ ډول واټن رامنځته نه‌ شي.

د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه کې معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولانو ګډون کړی وو او د امنیتي مسایلو ترڅنګ، په ګڼو نورو مهمو او ټولنيزو موضوعاتو هم خبرې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام