کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر عیسی سالم محمد الظاهري د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تودیعي لیدنه کړې.
بهرنیو وزارت نن (چهارشنبه، سنبله ۲۰) یوه خبرپاڼه کې چې ښاغلي متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي او مثبتې بللي او د عیسی سالم محمد الظاهري د ماموریت دوره یې ستایلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي متقي راتلونکي ماموریت کې هغه ته د بریا هیله کړې.
د متحده عربي اماراتو تلونکي سفیر هم د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللي او هیله یې څرګنده کړې چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.