د یمن حوثي ډله وايي چې د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې یې، د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.
د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع وايي چې د «فلسطین ۲» په نوم، توغندي باندې د قدس ښار شاوخوا پر څو «حساسو هدفونو» بریدونه شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې دغه عملیات خپل اهداف ترلاسه کړي او میلیونونه ښارګوټ مېشتي کسان یې دې ته اړ کړي چې پناهځایونو ته لاړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سریع همداراز وویل چې هممهاله د دوی د «هوايي ځواک» درې ډرونونه د اسراییلو سیوېلي سیمو ته توغول شوي چې یو یې د رامون هوايي ډګر په لور ویشتل شوی او دوه نور یې د «اُمالرشراش» په سیمه کې پر «حیاتي تاسیساتو» لګېدلی دی.
حوثي ډلې ادعا کړې چې د دوی توغندیز او ډرون بریدونه «په دقیقه توګه پر ټاکل شویو هدفونو لګېدلي دي.»
اسراییلو تراوسه د دغو ادعاوو په تړاو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.