Asset 1SWN

له کندهار څخه هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوي

مڼې

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره له کندهار څخه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې صادرې شوې دي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نبات ژغورنې مدیریت مسوولان وایي چې دغه صادرات د کرنې ریاست او د سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي.

د کرنې ریاست ویاند، انجینیر محمدحنیف حقمل وايي: «دغه سیب د غزني او میدان وردګ ولایتونو څخه راټول شوي او د کندهار له لارې د ایران د چابهار بندر په واسطه هند ته صادر شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو خرابوالي له امله د واګه بندر د سوداګرۍ لپاره تړل شوی او له همدې کبله د صادراتو لپاره بدیلې لارې کارول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چارواکو په وینا، د مڼې دا صادرات به په راتلونکې کې نور هم پراخ شي او له همدې لارې به د افغانستان نور کرنیز محصولات هم هند او نورو نړیوالو بازارونو ته صادر شي.

په ورته مهال، د تازه مېوو یوشمېر سوداګر دغه نوښت د افغانستان د بڼوالو او کروندګرو لپاره ارزښتناک بولي.

سوداګر حاجي محمدویس په دې اړه وايي: «که دولت د صادراتو بهیر ته پراختیا ورکړي، نو بڼوال به ښه اقتصادي وضعیت ترلاسه کړي.»

یادونه ده چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت مقام، کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو په ګډو هڅو سره د ۱۰۰ ټُنه وچو انځرو صادرات هند ته شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام