د اسراییلو پوځ وایي چې د یمن له خاورې توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی. د پوځ په وینا، دغه توغندی د هوايي دفاعي سېستم په مرسته په فضا کې لهمنځه وړل شوی او هېڅ ډول زیان یې نهدی اړولی.
تر اوسه د یمن حوثي ډلې چې د دغه هېواد شمالي سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري، په دې اړه په رسمي توګه څه نهدي ویلي. حوثي ډلې په تېرو میاشتو کې د اسراییل پر لور ګڼشمېر توغندي او ډرون بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلي پوځ د غزې پر وړاندې عملیاتو ته د ځواب په توګه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حوثیان چې د ایران نږدې متحد بلل کېږي، وخت ناوخت د اسراییل او د هغه د لوېدیځو متحدینو پر وړاندې بریدونه اعلانوي.
د سیمې څارونکي وایي، د یمن جګړه اوس له سیمهییزو کړکېچونو څخه ورهاخوا د منځني ختیځ د پراخو شخړو برخه ګرځېدلې ده. د اسراییل پوځ وایي، خپلو دفاعي تدابیرو ته به دوام ورکړي.