د ملګروملتونو د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) وایي چې د هېواد ختیځ په لوړو زلزلهځپلو سیمو کې د ډېری کلیو له اوسېدونکو سره اړیکې پرې شوي دي.
دغه بنسټ نن چهارشنبه، د وږي ۱۲مه، په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د لارو د تړلکېدو له امله د وروستیو زلزلې پاتې ژغورل شویو کسان په انزوا کې ژوند کوي او بشري مرستو ته لاسرسی نهلري.
WFP ټینګار کړی: «نړېوال خوراکي پروګرام ټولې هڅې کوي، څو هغو کورنیو ته چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي، خوراکي توکي ورسوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده زلزله د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه، د وږي په ۹مه، د شپږ ریښتر په کچه په ختیځو ولایتونو کې رامنځته شوه چې تر ټولو زیات انساني او مالي تلفات یې کونړ کې ثبت شوي دي.
د سرپرست حکومت د وروستیو معلوماتو له مخې، یوازې په کونړ کې ۱۴۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.