د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د شمالي ولایتونو د سفر پرمهال د سرپل د بلخاب ولسوالي کې د ډبرو سکرو د مسلکي استخراج او د معادن ترمنځ د نښلونکي سړکونو پروژه پرانیستله.
ملا برادر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډای هېواد دی او دا سرچینې ستراتیژیک او بنسټیز ارزښت لري.
د ده په وینا، د دغو سرچینو مسلکي استخراج کولای شي، د اوږدمهالو بنسټیزو پروژو د تمویل، صنعتي ودې او د ملي عوایدو د لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د طبیعي زیرمو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید یوازې په خامو توکو د صادارتو بسنه ونهشي، بلکې د پروسس او تولید فابریکې باید دننه په هېواد کې جوړې شي، څو د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره بېروزګاري کمه او د کورني صنعت وده وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخاب د ډبرو سکرو د مسلکي استخراج لپاره د ملي پراختیا شرکت له لوري شاوخوا ۱۰۰ ځای کیندنې شوي او دا مهال له ۲زرو زیات هېوادوال په مستقیم ډول پهکې پر کار بوخت دي. تمه ده چې له دې کان څخه په کال کې شاوخوا ۵۰۰زره ټُنه د ډبرو سکاره واېستل شي.
اېستل شوي سکاره به د کورنیو فابریکو لپاره د انرژۍ په تولید، د صنعت په پیاوړتیا او د وارداتو په کمولو کې مرسته وکړي. دغهراز، د کاري فرصتونو په زیاتوالي سره به د فقر کچه راټیټه او د هېواد اقتصاد ته د پام وړ وده ورکړل شي.