ننګرهار کې یو شمېر سوداګر او موټرچلوونکي د تورخم ـ جلال‌اباد د دویم لاین سړک د نیمګړو چارو د بشپړولو غوښتنه کوي.

 د تورخم ـ جلال‌اباد دویم لاین سړک چې ۷۵ کېلو متره اوږدوالی لري شاوخوا ۱۸ کاله وړاندې یې د جوړولو چارې د پاکستان حکومت له لوري پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په دوو کلونو کې یې چارې بشپړې شي.

خو د کلونو په تېرېدو د دغه سړک د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي چې موټرچلوونکي او سوداګر یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د همدې لارې موټر چلوونکو منتظر او هلال وویل: «ګاډي خرابیږي او مریض وي درسره، په‌دې لار نو مشکل وي، زمونږ دې څوک پوښتنه وکړي او دا سړک دې جوړ کړي.»

«ټوله میاشت خواري وکړو، ویې ګټو، بس نو ټېر عوارض پیدا کړي، ټول په هماغې مصرف شي او هغه هم نه بس کیږي ورته، نو دا لاره که جوړه شي، زمونږ مشکل به حل شي.»

ننګرهار مېشتی سوداګر احمد شعیب وایي غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د تورخم ـ جلال‌اباد لویې‌‌لارې جوړېدو په موخه ګامونه پورته شي، څو شته ستونزې حل او د دوی توکي پر وخت انتقال شي.

«په دې لاره په زرګونه تجارتي ګاډي تګ راتګ لري، که مال په څلور ورځو کې رارسیږي، نو که سړک ډبل وي، شاید په دوو درې ورځو کې راشي او دا توکي د افغانستان ټولو ولایتونو ته رسیږي.»

پر دې لار هره ورځ زرګونه کوچني او بار وړونکې موټر تګ ـ راتګ کوي چې د سړک د پلنوالي د کمښت له امله پکې وخت ناوخت ټرافیکي پېښې هم را منځته کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې چارې په دې لویه‌لار ځایي خلک اندېښنو سره مخ کړي او د ستونزې د حل لپاره له اسلامي امارته د دغه سړک د جوړولو غوښتنه کوي.

د مومنددرې ولسوالي اوسیدونکي محمد رسول وویل: «دا د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیره غټه تجارتي لار ده، له نیمروز او اسلام‌قلعه موټر په دې لار پاکستان ته ځي او راځي. د تیلو او ګازو دغه ټول تجارت په همدغه لاره کیږي، نو باید دا لاره دوه طرفه شي.»

ورته مهال د  ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، دا سړک چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال پاکستان ته په قرارداد ورکړل شوی وو، چارې یې لا تراوسه نیمګړې پاتې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، که پاکستان د یاد سړک جوړولو اراده ونه‌لري؛ نو دوی چمتو دي چې د دغه سړک د جوړولو لپاره ګام پورته او نیمګړې کارونه یې بشپړ کړي.

«دا چې افغانستان کې تر بل هر وخت ښه امنیت او د پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره ده، د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت بشپړ چمتووالی لري چې د پاکستان دغه پروژه بشپړه کړي او که چیرې یاد هیواد د دغه سړک د جوړیدو پلان ونه‌لري، نو د ټولګټو وزارت په خپله د یاد سړک د جوړیدو چارې په خپل پلان کې لري.»

که څه هم پاکستان د جمهوري نظام پرمهال د تورخم ـ جلال‌اباد د دویم لاین سړک د ژر جوړولو دوامدارې ژمنې کړي، خو عملي شوي نه‌دي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د سرپرست حکومت یوه پلاوي هم له دغه سړک څخه د لیدنې پرمهال ژمنه کړې وه چې د دې سړک نیمګړې چارې به بشپړې کړي، خو هغه هم تراوسه نه‌ده عملي شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام