Asset 1SWN

کندهار کې د شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ د کابینې غونډه شوې

هبت‌الله اخند‌زاده

کندهار کې د اسلامي امارت د مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ د سرپرست حکومت د کابینې څلورمه غونډه ترسره شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ (چهارشنبه، اسد ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه کې د نظام ټینګښت، جوماتونو جوړولو، د زندانیانو د دوسیو څېړلو او دیني او عصري ښوونیز نظام ته په پام بحث او خبرې شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ پایته رسېدلې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې د اسلامي امارت مشر د کابینې غړو ته توصیه کړې چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، شرعي نظام په ښه توګه تطبیق کړي، د خلکو د ستونزو حل لپاره اقدام وکړي او په اخلاص سره هېوادوالو ته خدمت وکړي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې د پلازمینې د اړتیا وړ ځایونو کې جوماتونه جوړ کړي.

همدارنګه د اسلامي امارت مشر تر مشرۍ لاندې د کابینې غونډه کې د زندانیانو پر وضعیت، د دوسیو پر څېړلو، د بند پر مودې او د هغوی په اړه د محکمو پر پرېکړو هم بحثونه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام