Asset 1SWN

سلام وطندار

حشمت‌الله شهیدي لوګر کې د تصفیه شویو اوبو کارخونه جوړوي

hashmatullah-shahidi-250331648-16x9_0

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې یاده تولیدي کارخونه د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په پانګې‌اچونه جوړېږي چې نن «شنبه، زمري ۱۸مه» د لوګر صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري ورته د فعالیت جواز هم سپارل شوی دی.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول، ثناګل ګلزار سلام‌وطندار ته وویل چې دا کارخونه په لومړیو کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړېږي چې په معیاري ډول تصفیه شوې معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات به تولید کړي.

نوموړي زیاتوی چې د یاد تولیدي کارخونې په عملي فعالیت سره به یوشمېر کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او دغه ډول یاده برخه کې به لوګر کې تر ډېره بریده د بازار غوښتنې ته رسېدنه وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې د دغه کارخونې مسوول وایي چې د عملي چارو پرمهال به نه یوازې د لوګر، بلکې د هېواد د ننه او یوشمېر نورو هېوادونو ته به معدني اوبه او غیرالکولي مشروباتو صادر کړي.

د یادونې وړ ده چې اوس لوګر کې شاوخوا ۴۰ کوچنۍ او لویې تولیدي کارخونې بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام