Asset 1SWN

سلام وطندار

له یمن څخه پر اسراییلو توغندیز برید شوی

حوثیان توغندیز برید

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر لور توغول شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د اسراییلو هوايي ځواک له یمن څخه یو توغندی شنډ کړی دی. د توغندي له امله په څو سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي دي.»

وروسته له هغې چې د اسراییلو پوځ د یاد توغندي د شنډولو اعلان وکړ، عیني شاهدانو ویلي چې په قدس ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

العربیه خبري رسنۍ بیا راپور ورکړی چې د یاد توغندي له امله د اسراییلو په تل‌ابیب، قدس او د لوېدیځې غاړې په سوېلي ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یمن کې د حوثي ډله چې د یادو بریدونو م بسوولیت تر ډېره پر غاړه اخلي، تراوسه د دغه توغندي د توغولو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

له دې وړاندې پر اسراییلو د توغول شویو توغندیو مسوولیت همدې ډلې منلی او ګواښ یې کړی چېریدونه به تر هغو روان وي، څو چې اسراییلو په غزه کې روانه جګړه نه‌وي درولي.

دوی دا بریدونه د غزې ل اوسېدونکو سره د پیستون او ملاتړ لپاره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام