د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او د افغانستان بیارغونې او د همکاریو زیاتولو په اړه یې خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي نن (جمعه، اسد درېیمه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه کې یې امیر خان متقي سره د همکاریو زیاتولو لپاره د نړیوالو ژمنو په اړه هم بحث کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړې چې یاده لیدنه کې د روان کال مې میاشت کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شوې غونډې پر پایلو هم خبرې شوي.
د چین ځانګړي استازي په وینا، امیرخان متقي سره خبرو کې یې له افغانستان سره د ګاونډیو د ښې همکارۍ پر څرنګوالي هم تمرکز کړی دی.