یوشمېر ښځې سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د فقر په دلیل د ژوند لومړنیو او اساسي اړتیاوو ته لاسرسي څخه محروم شوي دي.
دوی وویل، فقر یوازې د مالي امکاناتو نهلرلو په مانا نه دی بلکې څو اړخیز خنډ دی چې له زدهکړو، ټولنیز ګډون او روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي څخه یې بېبرخې کړي.
دغه ښځې وايي، د ورځې له سلو تر ۱۵۰ افغانۍ عاید لري او د خپلو کورنیو سرپرستي هم ورلهغاړې ده.
له کابل څخه نسرین حکیمي د شپږو ماشومانو مور ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خلکو په کورونو کې کار کوي. هغې وویل، هڅه کوي چې خپلو اولادونو ته سرپناه برابره کړي، کوم کار چې یوازې کولی شي هغوی ژوندي پات شي.
هغه وايي چې په کمې عاید سره نهشي کولی خپل او د خپلو ماشومانو د ژوند لومړنۍ اسانتیاووې تمین کړي.
«کورونو کې کار کوم، خپله د کور سرپرسته یم. مونږ ۷ کسان یو او یوازې خپله کار کوم، هو د فقر او تنګلاسۍ په دلیل روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرم، لور مې ناروغه ده او نه شم کولی درملنه یې وکړم. دا چې او لادونه مې را نه څه وغواړي نه شم کولی ورته وایې خلم. ډېره راته سخته ده، دې وروځو کې سل یا ۱۵۰ افغانۍ کار کوم. هېڅ څه نه کیږي.»
دې سره، ۲۲کلنه معصومه پنځه کاله کیږي چې د خپل پلار په نه شتون کې د خپلو کوچنیو خویندو او ناروغې مور سرپرستي په غاړه لري.
هغه وايي، د اقتصادي ننګونو او د ژوند ستونزو ترڅنګ، ټولنیزو مزاحمتونو هم ژوند ور تنګ کړی دی. د هغې په وینا، هیلې او موخې یې د فقر قرباني شوي او د تحقق لپاره یې کومه لاره هم نهویني.
«زه له ژونده ډېره ستړې شوې یم. د کډوالو ریاست ته مې هم عریضه وکړه خو تراوسه یې راسره مرسته نه ده کړې. زه غواړم درس ولولم، خو مجبوره یم چې کار وکړم، کله چې له کوره د کار کولو لپاره وځم هرڅوک راپسې خبرې کومې او ډېر کله په ژړا بیرته کور ته ستنېږم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته، د ادارو زرګونه کارکوونکې اړ شوې چې په کور کېني. دغه وضعیت د بېکارۍ زیاتېدو، د کورنیو د عاید کمېدو او په عموم ډول د فقر زیاتېدو لامل شو.
د شته محدودیتونو ترڅنګ، د امریکا د مرستو قطع کېدو هم افغان ښځې له ګڼ شمېر اقتصادي ننګونو سره مخ کړې ده.
دې سره، د حقوقي چارو کارپوه عبدالجلیل واحدیار فقر اساسي خدماتو ته د ښځو د نهلاسرسي لامل بولي او د ښځو د وضعیت ښهوالي لپاره ځینې کړنلارې وړاندې کوي.
«د شرعي امر په رعایت کولو سره د ښځو لپاره د مناسبو کاري فرصتونو برابرول کولی شي د فقر کچې کمولو، د کورنیو د وضعیت ښهوالي او د ټولنیز عدالت تامین سره مرسته وکړي. تر یوه ځایه رسمي پالیسیو او ټولنه کې د ښځو په تړاو د منفي لیدلوري راکمول او د رسنیو، نظام او جوماتونو له لارې د حقونو په اړه د پوهاوي کچې لوړول د ښڅو له حقونو د ملاتړ په برخه کې مهم رول لري.»
ورته وخت کې، د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي د امنیت نهشتون او دې وروستیو کلونو کې د اقتصادي پروګرامونو نهعملي کېدل هېواد کې د فقر لمن پراخېډو لامل بولي.
هغه وویل: «څلور کاله کیږي چې د افغانستان شتمني کنګل شوي حالت کې ده، له هېڅ نړیوالې موسسې هم پور نهشي اخیستی، د دې لپاره چې فقر راکم شي باید افغانستان په رسمیت وپېژندل شي، د وروسته پاتې کېدو یو لامل د داسې رسمي ادرس نه درلودل دي چې د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وي. ۵۱ هېوادونو کې د افغناستان سنتي او سوداګریزې مجمتع لرو که هلته پانګونه وشي، افغانستان کې فقر به له منځه لاړ او یا را کم شي.»
د دې ټولو ترڅنګ، د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د فقر کچې کمولو په اړه د دغه وزارت لاسته راوړنو په اړه سلاموطندار ته وايي:
«په شته اقتصادي ظرفیتونو اتکا کوو، په ملي پروګرامونو تمرکز لرو، په انرژۍ، بنسټیزو زېرمو، له کورنیو تولیداتو په ملاتړ، خصوصي سکتور، صادراتو ته په لومړیتوب ورکولو، د کرنې سکتور ته په پام، صنعت او سوداګرۍ ته په پرمختګ ورکولو، د اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره له کوچینو کاروبارونو ملاتړ کوو او له فقر سره مبارزه زمونږ لومړیتوب دی، د خلکو د ژوند وضعیت ښهوالي لپاره کار کوو.»
د یادونې ده چې ۱۴۰۳ کال د میزان په ۲۷مې د فقر نړیوال شاخص د راپور پر اساس، له /۲۰۱۶ تر ۲۰۲۲/۲۰۲۳ کلونو افغانستان کې فقر ۵.۲ سلنه زیات شوی او ۵.۳ میلیون کسان له څو اړخیز فقر سره د مخ کسانو په ډله کې اضافه شوي دي.


