د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یو لړ عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو له لوري په یوه کور کې پوځي مهمات نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه سلاموطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالي د ترورېزم ضد امریت د یادې ولسوالي په مربوطاتو کې د یو کشفي راپور پربنسټ، له یوه کور څخه يوشمېر نظامي مهمات ترلاسه کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي يادو نيول شويو نظامي توکو کې دوه توپانچې، اته لاسي بمونه، دوه دوربینونه، لسګونه د کلاشینکوپ مرمۍ او یوه اندازه نظامي وسایل چې په ناقانونه توګه ساتل کیدل؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې هم د ترورېزم ضد مدیریت منسوبینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سپکې او درنې وسلې، ګڼ شمېر بېلابېل نظامي وسایل ترلاسه کړي و.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونه چاته اجازه نه ورکوي چې له دولتي وسلو څخه په غیرقانوني توګه ګټه واخلي.