ننګرهار کې یوشمېر نجونې وايي چې د ګرمۍ، د برښنا نشتوالی، د خوړو ناسم رژيم او د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د ژوند فشارونو پر یو لړ ناروغیو اخته کړي دي.

دوی وايي چې د یادو فشارونو له کبله د فشار له ښکته‌کېدو، بې‌حالۍ، تبې، سرخوږۍ او فزيکي کمزورتیا سره شوي دي.

د ننګرهار اوسېدونکې اتلس کلنه مکۍ چې په اوړي کې له کمزورۍ او له ډېرې خولې توېدو رنځ‌وړي، وايي: «زه چې ناسته يم کنه، سترګو باندې مې تياره راځي، يو ناڅاپه چې پاڅېږم سترګو باندې مې تياره راځي. خوله راباندې ماتېږي، احساس کومه چې په سترګو مې ولې تياره راځي؟ کمزوري له وجې راځي که څه له وجې راځي. کار کولی نه شم دسې وجود مې رپېږي سترګو باندې مې تياره راځي څنګه وکم چې دا کارونه وکړم.»

د دې ترڅنګ صابره چې د ۱۷کالو عمر لري، وايي، ان د نږدې مدرسې لپاره هم کله چې لاړه شي، ځان ډېر کمزوری حس کوي او پر مخ یې، د ډېر بخار پيدا‌کېدو څخه شکایت کوي.

هغه وايي: «زه چې څنګه مدرسې ته ورسېږم ټوله رپېږم، ټول ځان مې رپېږي او بل چې دی د نوم لاندې دا بخش چې دی دا ډېر خوږېږي، نه ښکته کېدلی شم، نه جېګېدلی شم. همېش دوامداره راته دغه تکليف وي په دې اوړي کې. بل چې دی په مخ مې لکې ډېرې راوځي او ګرمکې په دې ګرمۍ کې. يو ځلې تللې وم ډاکټر ته، هغه ويل چې ته لمر سره حساسيت لرې په اوړي کې.»

یوشمېر نورې نجونې بیا د پوستکي له بخار او کوچنیو دانو راختلو رنځ وړي. لېمه چې ۲۲کلنه ده، همدا شکایت لري. «کله چې د ګرمۍ موسم ډېر شي نو زما پر مخ، جلد، پوستکي باندې يو ډول ميده دانې پيدا کېږي چې د ډاکټر په خبره دا د ګرمۍ له وجې اوسېږي، همدارنګه ډېر کله د کور کارونه هم سم نه شو ترسره کولی ځکه چې هغه هم ګرمي چې بې حده ډېره شي د انسان بدن خوله کېږي او له دې سره د کمزورۍ يو ډول احساس کوم او خپل کارونه هم په درست ډول نه شم ترسره کولی.»

د نورو ستونزو ترڅنګ د فشار ښکته‌کېدل، تبه او د معدې مېکروب هم د ګرمۍ پر زیاتېدو سره د یو شمېر نجونو حوصله واخلي. «په ګرمۍ کې مې چې دی فشار ډېر سخت تيټېږي او د پښو دمه مې ځي، معدې ميکروب هم لرم او پښو دمه مې هم ځي، سر مې هم ورسره ګرځي، هېڅ کوم کار نه شم کولی ورسره، احساس د ستومانۍ کومه.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډاکټران هم تاییدوي چې د نارينو په نسبت د اوړي موسم پر ښځو ډېر اغېز پرې باسي او دوی لا ډېرې کمزورې کوي. د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر حميدالله صديقي وايي: «زنانوو کې دا حالت ولې زيات دی، ځکه چې د دې خلکو کار مجموع کې زيات دی، کار يې آشپزخانه کې هم زيات دی چون ګرمي زياته وي نو د اشپزخانې ګرمي خوله زياتوي او فشار د ټيټيدو باعث کېږي ورسره. نو په دې خاطر چې دا کنټرول کړو او له دې حالاتو مخنيوی وشي نو ښه خبره به دا وي چې زياتره د يوولس څخه تر درې بجو په جريان کې زنانه بايد شاقه کارونه ونه کړي، لمر ته ډېر مخامخ نه شي، د اشپزخانې کارونو سره احتياط وکړي، زيات معايات دې استعمال کړي، زياتې اوبه دې وڅښي.»

بل‌خوا يو بل داخله ډاکټر عبدالرحمن حبيبي د ښځو کمزوري مينس يا مياشتنۍ ناروغۍ پورې تړلې ګڼي او وايي چې د‌ دوی ناسم غذايي رژيم هم د دې لامل کېږي چې ساده ناروغۍ هم پرې ډېر زيات تکليف راولي.

حبيبي زیاته کړه: «موږ ته چې کوم زنانه مريضان راځي زياتره په دوی کې چې دي، معافيتي سيستم يې کمزوری وي نو ډېره وجه د دې کېدلی شي چې دلته ښځينه ناروغانې چې دي د دوی غذايي رژيم برابر نه دی، د دوی هغه منس ماهواري ناروغي هم ډېره زياته وي نو دوی خپل ځانته هم فکر نه کوي نو په همدې خاطر باندې زياتره کوم مشکلات او ناروغۍ چې زياتې پيدا کېږي، معافيتي سيستم چې کمزوری کېږي هغه د همدو وجه ده چې زياتره دوی خپل ځانته او خپل صحت ته پام نه کوي.»

بل‌لور ته د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين له ګرمۍ موسم څخه راپیدا شویو ناروغيو ډېروالی تائيدوي او وايي چې موږه د عاجله واقعاتو لپاره يو ځانګړی ټيم لرو چې په هغې کې د سروېلانس او د ساري ناروغۍ د کنټرول او بیړنۍ واقعاتو د غبرګون مدیریت، روغتيا پالان او تطبيق کوونکې موسسې يو ګډ‌ټيم موجود دی.

د یاد ریاست ویاند نقیب‌الله رحیمي زیاته کړه چې دوی هغو ساحو ته ځي، کومو کې چې دغه ناروغۍ په زياته کچه باندې پيدا کېږي. نوموړی وايي، دغه روغتیايي ګرځنډه ټیم د ناروغانو درملنه کوي، وړيا درمل ورکوي او همدارنګه د مخنيوي په لارو چارو باندې ورته پوهاوی ورکوي.

هغه وویل: «موسمي ناروغي واقعا په ټول افغانستان کې شتون لري، په ننګرهار کې د اوړي موسم کې يو شمېر موسمي ساري ناروغۍ پيدا کېږي چې د هغې له جملې څخه ملريا ده همدارنګه د ډينګي واقعات دي، بعضې نورې ناروغۍ هم پيدا کېږي په دې موسم کې چې موږ ټولو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې دغې لپاره هم د تشخيص او هم د درملنې په برخه کې امکانات لرو.»

د ګرمې هوا وروستۍ څپې د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو کې د خلکو ستونزې زیاتې کړي چې د چاپېریالي برخې څېړونکي یې د اقلیمي تغیراتو له امله ګڼي.

خو غوښتنې دادي چې د وقایوي لارو په توګه کورنۍ، خپله نجونې او د مسؤلیتونو له مخې اړوندې ادارې هغه اسانتیاوې برابرې کړي چې ممکنه ده ورسره تر یوې اندازې له ګرمۍ څخه ځانونه ساتلی شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام