ننګرهار کې چارواکي وايي چې نن «یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه» د سېلابونو راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۸۰ کورونه لهمنځه تللي دي.
ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سېلابونه په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالي کې راوتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د نننیو سختو بارانونو له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸۰ هستوګنیز کورونه هم نړېدلې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې شاوخوا ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم لهمنځه تللې ده.
په مړو شویو ماشومانو کې یوه د نازیانو ولسوالي او بله بیا د ښېوې ولسوالي اوسېدونکې وې چې د سیلابونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې سېلابونو د مرګژوبلې ترڅنګ، خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولې دي.