Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملا برادر او اذربایجان لومړي وزیر لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا خبرې شوي

Gu3kGJtXcAA5AX2

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته د سفر په ترڅ کې تېره ورځ د دغه هېواد لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.

د دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ملا برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر منلو غوښتنه وکړه.

هغه له اذربایجان وغوښتل چې د نفت او ګازو د استخراج او پروسس، اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا، د لمریزې او بادي برښنا تولید، د کرنې میکانیزه کولو، اوبو مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو تطبیق، ماین پاکۍ او مسلکي زده کړو په برخه کې افغانستان کې پانګونه ترسره او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اذربایجان لومړي وزیر علي اسدوف وویل، هېواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره د ایکو سازمان له لارې او هم د دوه‌اړخیزو او درې‌اړخیزو همکاریو له لارې، په بېلابېلو برخو کې پراخې اړیکې ولري.

نوموړي وویل: «موږ تل له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کړې دي او په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکوو. د افغانستان چټک اقتصادي پرمختګ د خوښۍ ځای دی او موږ چمتو یو چې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ په برخو کې ګډ کار ته دوام ورکړو.»

ښاغلي علي اسدوف د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوو، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او په اذربایجان کې د بندي افغانانو د دوسیو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام