د هرات محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې ۸۵ الوتونکي بېرته ازاد طبیعت ته خوشې شوې دي.
د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د مسوولانو په وینا، ۸۵ الوتونکي د الوتونکو د پلور بازار څخه راټول او د هرات لوېدیځ ځنګلي سیمو کې خوشې شوې دي.
د دغه ریاست د اړیکو مسوول حامد الهام وايي چې له دغه کار یې، هدف ازاد طبیعت ته د الوتونکو بېرته ورستنول او چاپېریال ساتنې څخه ملاتړ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، ۴۹ مینا، ۲۵ مرغۍ، دوه کشکرې، دوه بازان او دوه بوم د هرات ښار لوېدیځ کې خوشې شوي دي.
الهام همداراز وویل چې د الوتونکو د پلور دوه هټۍ هم تړل شوي دي. دوی وايي، هټۍ یې، له مقرراتو څخه د سرغړونې له کبله تړلي دي.
د یادونې وړ ده چې د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست له دې وړاندې هم د الوتونکو پلورونکو ته خبرداری ورکړی و چې د ژویو او الوتونکو ښکار، پېر او پلور د قانون خلاف دی.