Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې پر ۳۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي

4bb60deb-e7e8-4a7a-b9e8-1152673d0c78

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت کروندګرو په خپلو کرنیزو ځمکو سږکال شاوخوا ۳۶۵ همکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرلي دي.

شاهد وایي، کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې د لوګر د کروندګرو د هندواڼو محصولاتو ته مناسبه بازارموندنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر د هندواڼو یوه بزګر رسول خان سلام‌وطندار ته وویل، د هندواڼو حاصلات په ټولیزه توکه د سنبلې «وږی» او میزان «تله» په میاشت کې پخیږي او په یو جریب ځمکه کې ټولټال یو کیلوګرام تخم شیندل کېږي.

هغه وویل، دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله د پخوا په پرتله زیاته شوې، خو په لاس راغلي محصولات مناسب بازار نه‌لري او یو من هندواڼه په بازار کې په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام