Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د خلکو په ۲۷ میلیونه افغانیو د اوبو بند جوړېږي

1000169409

د کندهار د ارغنداب ولسوالي په بابرکلي کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۷ میلیونه افغانیو د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې.

د سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د بند جوړېدل به د اوبو زېرمه‌کولو له لارې د وچکالي اغېز کم کړي او په وینا یې، د کرنې لپاره به دوامداره اوبه برابرې کړي.

دوی زیاتوي چې د بند په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي وکولای شي چې یو ځل بیا په خپلو ځمکو کرنه پیل کړي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکي اغالالا وویل: «موږ اوس اړ يو چې دغه بند جوړ کړو، ځکه وړاندې دلته د کاريز له اوبو څخه د څو نورو کليو بڼونه هم اوبېدل، خو اوس اوبه نشته، نو که دغه بند جوړ شي، زموږ اوبه به زياتی او حاصلات به مو زيات شي.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي پردل خان وویل: «که چيرې دغه بند وتړل شي نو شااوخوا لس زره کورنه به ورسره آباد شي، دلته اوس ان د اودسه اوبه نه پيدا کیږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د یاد بند تخنیکي چارې د کندهار د ټولګټو ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، بند به ۲۳۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره لوړوالی ولري چې د جوړېدو چارې به د ځایي خلکو له لوري ورکړل شي.

د پروژې انجینیر عصمت‌الله راحت وویل: «دغه بند چې نن يې پرانيستنه کیږي، د خلکو په شخصي لګښت جوړیږي چې ۲۳۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره لوړوالی لري، چې د ۲۷ مېلونه افغانيو په ارزښت د شپږو مياشتو په موده کې جوړیږي او د یو عشاريه دوه مېلونه متره معکبه اوبو د زيرمه کولو وړتیا لري.»

د نوموړي په وینا، د بند له جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي چې دا به د وچکالۍ له امله له‌منځه تللې کرنه یو ځل بیا راژوندۍ کړي او خلک به د کرنیزو حاصلاتو له لارې اقتصادي ثبات ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام