د سلاموطندار موندنې ښيي چې د ځاني خطرونو او کم امتیاز ترڅنګ، ځوانان د کاري فرصتونو نهشتون په دلیل کانونو کې غیر مسلکي کار کولو ته مخه کړې.
د کانونو برخې انجینیران خبرداری ورکوي کانونو کې د غیرمسلکي کسانو استخدام او له غیر مسلکي لارو چارو کان کیندنه، د ځاني تلفاتو ترڅنګ، د هېواد د ملي سرچینو او شتمنیو له منځه تلو لامل هم کیږي.
دا داسې مهال دی چې د خپرو شویو راپورونو پر اساس، ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان د طبیعي ذخایرو ارزښت شاوخوا ۳ ټریلیون ډالره اټکل شوی وو او د کانونو له اړخه افغانستان له بډایه هېوادونو بلل شوی دی.
همدارنګه دغه رپوټ کې له ۳۲ ځوانانو سره چې د هېواد د ۱۱ ولایتونو په شپږو کانونو کې په کار کولو بوخت دي خبرې شوي. د دغو مرکو پایلې ښيي چې ټولو دغو ځوانانو د کاري زمینو نهشتون په دلیل کانونو کې کار کولو ته مخه کړې ده. د دغو ۳۲ ځوانانو له ډلې ۱۶ هغه یې هېواد کې د سیاسي نظام له بدلېدو وروسته کانونو کې په کار کولو بوخت شوي.
د دغو ځوانانو له ډلې ۱۰ یې د مالګې کانونو، ۸ د ډبرو سکرو، ۵ د سرو زرو، ۴ د رمرُدو، ۳ د لاجوردو او دوه نور هم د کرومایټ کانونو کې کار کوي.
رفیعالله چې د تخار اوسېدونکی دی او د کرنې له پوهنځي فارغه شوی، د بېکاري په دلیل تېرو دوو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د سرو زرو یوه کان کې کار کوي. هغه په دې اړه وايي:
«داچې ولې مې کان کې کار کولو ته مخه کړې، لامل یې بېکاري دی، پخوا هم بېکاره وم او فقر لامل شو چې زه کار وکړم. مجبوره یم چې کار وکړم، اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، کومې پیسې چې مونږ کانونو کې د کار کولو له لارې ترلاسه کوو، ټولې ستونزې مو نه پرې حل کیږي، یوازې ګوزاره پرې کوو، یانې مونږ نهشو کولی چې پیسې سپما کړو.»
رحمتالله هم فاریاب ولایت کې د مالګې کان کې د ورځې په ۴سوه فغانۍ کار کوي. دی هم نورو برخو کې د کار نهشتون په دلیل کان کې کار کولو ته مخه کړې. ده وویل:
«دلته د مالګې کان کې کار کوم. ښه دی دومره کیږي چې روزګار مو تېر شي. هر کار ځان ته ستړیا لري، مجبوري ده چې دلته کار وکړم. ښار او بل ځای کې کار نشته، همدلته کار وو او ما هم پیل کړ. ځان مې ورته ټینګ کړی. په همدې ګرمۍ او سختیو کې کار کوو. د ورځې څلور سوه افغانۍ راکوي.»
هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت ځوانان د درنو او غیر مسلکي کارونو کولو ته مجبوره کړي.
سره له دې چې کانونو کې کار کول ډېره ستړیا او جدي خطرونه لري، خو ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو او د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره دغه برخه کې کار کولو ته دوام ورکوي.
عبدالرحیم د غور مرکز فېروزکوه ښار اوسېدونکی دی او تېرو پنځو کلونو راهیسې د ډبرو سکرو کان کې کار کوي.
دی وايي، ځوانان د سر په بیه کانونو کې کار کولو ته دوام ورکوي.
«مونږ سره داسې کسان هم کار کوي چې له دولسم ټولګي فارغه شوي، یا لیسانس لري. دا چې د کار زمینه ورته برابره نه ده، مونږ سره کانونو کې کار کوي. مونږ د کار پر مهال ډېرې ستونزې ګالو. ان ځینې کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د کان نړېدو وړاندوینه نه کیږي، ځکه ډېری ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.»
دغه ځوانان وايي چې فقر او بېوزلۍ د ځوانانو د کډوالۍ او کانونو کې د درنو کارونو کولو مهم لاملونه دي، کوم کار چې کمه ګټه لري، خو بیا هم هره شېبه یې مرګ ژوند ګواښي.
دوی زیاتوي چې کاري ساحه کې د امکاناتو او مسلکي انجینیرانو نهشتون د دوی د کار په برخه کې بله جدي ستونزه ده.
د سمنګان د درهصوف ولسوالي اوسېدونکي احمدولي او د ننګرهار اوسېدونکي فرید د ډبرو سکرو او د لاجوردو کانونو کې د کاري ننګونو په اړه سلاموطندار ته وویل:
«کان کې د کار کولو پرمهال ډېر خطرونه دي. د ډبرو را نړېدل، ګاز نیونه، د اوبو شتون چې د کار مخه نیسي او بله دا چې د کان کیندنې لپاره فني کارګران نه شته. داسې انجینیران نهشته چې د خپل مسلک په اساس ګمارل شوي وي. ډېری کارګران د همدغو ستونزو په دلیل ژوند له لاسه ورکوي. له بدهمرغه دولت هم دومره پام نه کوي. فني انجینیران نه ګمارل کیږي او خلک په خپلسره توګه کان کیندنې ته مخه کوي.»
«کانونو کې د کار کولو پرمهال ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، ډبرې را غورځیږي، غر را ښوویږي او زیان اړوي.»
سمنګان د درهصوف کان کې کارګر حسینداد هم د ډبرو سکرو کان کې د ننګونو او خپلې ترخې تجربې په اړه وايي:
«کان کې د کار کولو پرمهال تر ډېره د غره ښووېدو سره مخ کېږو، د ګاز نیونې په دلیل ډېری ځوانان ژوند له لاسه ورکوي، داسې صحنې مې لیدلي، زمونږ کان او یا ترڅنګ کان کې پنځه شپږ کسان له منځه لاړل، د ګاز نیونې او کان نړېدو په دلیل یې ژوند له لاسه ورکړ.»
په دې راپور کې د مرکه شویو ځوانانو معاشونه توپیر لري، ځینې یې په میاشتني ډول کار کوي، ځینې یې په ورځني ډول او نور یې په غیر منظم ډول. دوی له خپلو معاشونو څخه خوښ نهدي او وايي چې دوی د سخت او ستړي کوونکي کار لپاره لږ معاش ترلاسه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له فاریاب ولایت څخه اشرف چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ډبرو سکرو کان کې کار کوي او جلال چې د دغه ولایت د مالګې په کان کې کار کوي، د خپلې ګټې په اړه وايي:
«بېنظمي شتون لري او مناسب امکانات نشته، د کانونو په برخه کې د کار کولو پرمهال اسانتیاووې نشته او کار کول اسانه نهدي. زه هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو پورې عاید لرم. د کانونو خطر سل په سلو کې شته.»
«موږ میاشت کې د ۷۰۰۰ او ۹۰۰۰ افغانیو ترمنځ معاش ترلاسه کوو چې زموږ د ژوند لګښتونو لپاره کافي نهدي. د کار فرصتونه ډېر کم دي او یوازې هغو خلکو ته محدود کار پیدا کیږي چې واسطه لري. زه هیله لرم چې په راتلونکې کې به د ځوانانو لپاره غوره کاري فرصتونه، مسلکي روزنه او له ځوانانو د ملاتړ زمینه برابره شي، ترڅو موږ اړ نهشو چې سخت او خطرناک کار وکړو.»
په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې سلاموطندار سره یوه مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان په کانونو کې څه باندې سل زره کسان کار کوي او د وزارت کلنی عاید شاوخوا ۱۰.۵ میلیارد افغانۍ دی.
د افغانستان په کانونو کې د کار کوونکو خلکو شمېر ته په پام سره، د کانونو یو انجنیر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي چې ډیری کانونه په معیاري ډول نه کیندل کیږي او د استخراج دا پروسه د کارګرانو ژوند لپاره خطر جوړولی شي.
«بغلان، سمنګان او بامیان ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونه استخراجیږي، خو له بدهمرغه د کارګرانو لپاره ایمني امکانات نه لري. تحکیمات زاړه شوي، د لرګیو له تحکیماتو ګټه اخلي، هغه هم د ډېرو کلونو لپاره، داسې حال کې چې د لرګیو له تحکیماتو باید یو کال ګټه واخیستل شي. کومې پایې چې تونلونو کې ترې استفاده کیږي هغه هم د لرګیو دي، داسې حال کې چې باید کانکریټي ووسي. د پنجشېر زمرُدو، د کابل جګدلک یاقوتو، د کونړ لاجوردو کانونو کې چاودنې کوي چې یوه غیر مسلکي پروسه شمېرل کیږي.»
اخوا، د افغانستان د طبیعي شتمنیو په اړه خپاره شوي راپورونه ښيي چې دغه هېواد د کانونو له پلوه یو شتمن هیواد دی.
د الجزیرې د راپور له مخې چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۲۴مه خپور شوی، افغانستان شاوخوا یو ټریلیون ډالر نااستخراج شوي معدني سرچینې لري.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د ۲۰۱۹ کال راپور کې ویل شوي چې د اټکل له مخې افغانستان د ۱.۴ میلیون ټنه په اندازه ۱۷ ډوله نادره معدني مواد لري چې د مصرف له اړخه، الکترونیکي او نظامي تجهیزاتو کې کارول کېدی شي.
خو، د افغانستان د کانونو د قاچاق او غیر تخنیکي استخراج په اړه تل اندیښنې شتون لري؛ خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان له سلام وطندار سره په یوه مرکه کې له هیواده بهر د قیمتي کانونو د غیر تخنیکي استخراج او قاچاق د مخنیوي اعلان وکړ.
دې سره، د افغانستان د کانونو د قاچاق او غیر مسلکي کیندنې په اړه تل اندیښنې مطرح شوي؛ خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان سلاموطندار سره خبرو کې وویل، د غیر مسلکي استخراج او بهر ته د قیمتي کانونو د قاچاق مخه به ونیول شي.
هغه زیاتوي چې کانونه د پانګونې په راجلبولو، د کار فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو عوایدو په زیاتولو کې مهم رول لري:
«د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو را وروسته، د خپله سره کان کیندنو مخه نیول شوې. بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري او تخنیکي کېندنو لپاره په ستر او کوچني مقیاس قراردادونه ترلاسه شوي. مختلفو ولایتونو کې پر بېلابېلو کانونو کار روان دی او د اکتشاف او استخراج په مرحله کې دي. خوشبختانه هېواد دننه کې په ستر مقیاس د معدني موادو پروسس کیږي. د صنعت په برخه کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کول او د افغانستان ځان بسیاینه مهم بحث دی، په ټوله کې معدني مواد د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو کې د پانګونې جلب، د عوایدو سطحې لوړولو او د افغانستان اقتصادي پرمختګ کې ډېر مهم دي.»
د دې ټولو ترڅنګ، د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوافي نایبزی هم کانونه د ملي عاید یوه مهمه سرچینه بولي او وايي، که طبیعي سرچینې په سمه توګه وکارول شي، نو په بهرنیو مرستو تکیه به کمه شي او دا کولی شي د کانونو په برخه کې د زرګونو کسانو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دندو زمینه برابره کړي.
«افغانستان کې د کانونو او طبیعي سرچینو سمه ګټه اخیستنه د ملي پانګې په وده او د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم او حیاتي رول لوبولی شي. که چیرې په کانونو سم کار وشي، نو دا د حکومت عواید زیاتوي، د عامه خدماتو لکه تعلیم او روغتیا لپاره ملاتړ چمتو کوي او په بهرنیو مرستو تکیه کموي. د کانونو سم مدیریت په صورت کې د کاري فرصتونو رامنځته کول کولی شي په زرګونه مستقیم او غیر مستقیم دندې رامنځته کړي، کوم چې به بېکاري کمه کړي، د خلکو د ژوند معیارونه به ښه کړي او کډوالي او ټولنیزه بېثباتي به له منځه یوسي. دا به کورنۍ او بهرنۍ پانګونه زیاته کړي.»
په نورو سکتورونو کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ځوانانو په داسې حال کې کانونو کې غیر مسلکي کارونو ته مخه کړې چې په ۱۴۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د د راپور له مخې، په یوه کال کې په هیواد کې ۷۰۰ دندې له لاسه ورکړل شوې.
تېر کال، د افغان کارګرانو د اتحادیې مشر عبدالمتین مولويزاده رسنیو ته وویل چې هېواد کې د بېکارۍ د لوړې کچې له امله، شاوخوا یو نیم ملیون کارګران بېکاره دي؛ کومه موضوع چې کولی شي، د ننګونو ترڅنګ کانونو کې کار کولو ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته کړي.


