Asset 1SWN

پر اسراییل د ایران بریدونه؛ د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۳۹۰ ته لوړ شوی

GtibdTAboAArzg0

د راپورونو پر اساس، د جمعې په ماښام له کله راهیسې چې ایران پر اسراییل بریدونه پیل کړي، هلته د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۳۹۰ ته لوړ شوی دی.

ويل شوي چې دوه اسراییلي جسدونه نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) سهار مهال «بات یام» ښار کې له خاورو لاندې را اېستل شوي چې په توغندي لګېدلي وو.

په دغو دوو جسدونو سره «بات یام» ښار کې د قربانیانو شمېر ٩ ته ورسېد او د راپورونو پر اساس، دغه ښار کې یو بل کس لاهم نادرکه دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییلي پوځ نن سهار پر مختلفو سیمو د ایران د راکیټي بریدونو د پیل خبر ورکړ او وې ویل، هڅه کوي د ایران توغندي شنډ کړي.

د ایران د تازه بریدونو په دلیل د اسراییل بېلا بېلو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

یوشمېر رسنیو ویلي چې ایران تېره شپه د اسراییلو په تل‌ابیب، حیفا او نورو ښارونو شاوخوا ۱۵۰ توغندي ورتوغولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام