Asset 1SWN

د اختر درېیمه؛ د ځاځي‌اریوب سپینې شګې پارک ته ۳۰زره سیلانیان ورغلي

FB_IMG_1749428931463

د سپينې شګې تفريحي پارک قرار دادي شرکت مسوولان وايي چې د لوی اختر له لومړۍ تر دې مهاله «دوشنبه، غبرګولي ۱۹مه»  له يادې تفريحي سيمې څخه شاوخوا ۳۰۰زره سيلانيانو ليدنه کړې ده.

د یاد شرکت استازي اکبر راحل سلام‌وطندار ته وويل چې په ياده تفريحي سيمه کې تر دوه‌ زره خېمې، د ناستې لپاره غرفې، څلورويشت ساعته برښنا، اوبو سېسټم، دوه لوی هوټلونه، ايسکريم خانې، کافي شاپونه او نوربېلابېل خوړن‌ځايونه برابر شوي دي.

د راحل په خبره، د تفريحي سيمې پارکېنګ ته په تېرو درېوو ورځو کې تر ۱۱زره موټر داخل شوي چې ګڼ‌شمېر سيلانيان موټر په نورو سيمو کې دروي او بيا تفريحي سيمې ته په پښو داخليږي.

په ورته وخت يادې تفريحي سيمې ته يوشمېر ورغلي سيلانيان هم خوښي څرګندوي چې په دې سيمه کې اسانتياوې برابرې شوې.

یوه سيلاني ظابط خان سلام‌وطندار ته وويل چې سپينې شګې تفريحي سيمه کې پخوا د برښنا، پاکو اوبو، مخابراتي خدمتونه او اوسېدو اسانتياوې نه وې، خو په وینا یې، اوس برابرې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل چې د سيلانيانو شمېر ته په کتو بايد اسانتياوې لازياتې شي او معياري شي.

يوه بل سيلاني محمدانور بیا وويل چې په ياده سيمه کې تر ډېره اسانتياوې برابرې شوې، خو د احمدخېلو او ځاځي‌اريوب ولسوالي ترمنځ د سړک خرابوالی د سيلانيانو د تګ‌راتګ پر وړاندې يوه لويه ستونزه ده.

د سپينې شګې تفريحي سيمه د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالداری رياست له لوري د راتلونکو ۱۲کلونو لپاره د کټوازي ګروپ شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.

د مسوولان په وینا، په راتلونکو شپږو کلونو کې به ياد شرکت په سپينه شګه تفريحي سيمه کې تر ۲۰۰ ميليونه افغانۍ پانګونه کوي او هرکال به دوه ميليونه افغانۍ حکومت ته ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام