د میاشتني عادت اختلالات چې د متخصصانو په باور څه باندې ۱۵۰ بڼې او له لږ تر سخت درد سره مل وي، ډېری ځوانې نجونې او پېغلې ورسره مخ دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۵ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د میاشتني عادت اختلالات «ګډوډي» د دوی پر ټولنیز، کورني ژوند او روان منفي اغېز کړی دی.

۲۳کلنه مریم او ۱۸کلنه زینب چې د بدخشان اوسېدونکې دي، وايي، له میاشتني عادت وړاندې سخت دردونه لري.

مریم وویل: «له میاشتني عادت څخه مخکې، د معدې سخت درد لرم یا ستړی، غمجنه او حتی د خپلې کورنۍ سره د ډوډۍ خوړلو مخه نیسي. دا زما په تمرکز خورا منفي اغیزه کوي. کله چې زه غواړم یو کتاب ولولم، زه په دې حالت کې هېڅ تمرکز نشم کولی.»

زینب وویل: «معمولا زما د حیض څخه څو ورځې مخکې، په خپل بدن کې ډیری نښې نښانې وینم. د بېلګې په توګه، درې ورځې مخکې، زما غوسه ډېرېږي او لاهم زما په ملا او خېټه کې سخت درد وي. دا نښې نښانې لامل کېږي چې ستونزو سره مخ  شم؛ لکه غوسه او سر درد چې زه یې لرم، لامل کېږي چې زه د خپلې کورنۍ سره بد چلند کوم.»

د هرات اوسېدونکې ستاره وايي چې د میاشتني عادت پرمهال د رواني او جسمي فشارونو په زغملو سربېره، ټولنه کې د میاشتني عادت په اړه د شته شرم له کبله ترخې ورځې تجربه کوي.

هغې وویل: «زه ستړی او ځان درد احساسوم. موږ په یوه دودیزه ټولنه کې ستر شوي یو، له ماشومتوبه راته ویل کېدل چې د حیض په اړه خبرې کول شرمونکي دي. کله چې ما په لومړي ځل حیض پیل کړ، ما هېچا ته ونه ویل، ځکه چې هرڅوک دا شرم ګڼي. هر درد چې زه لرم، زه یې پخپله زغمم او زه چا ته نشم ویلای او حتی زما مور نه‌پوهېږي؛ نور خو پرېږده.»

په ورته مهال یوشمېر نورې مېرمنې بیا د میاشتني عادت د اختلالاتو له کبله د دوی د خاوندانو او فعالیتونو په اړه نورې کیسې لري. دوی وايي، دې چارې یې پر ژوند اغېز کړی او د کورنۍ او شاوخوا خلکو سره یې، اړیکې خرابې شوي دي.

د کابل اوسېدونکې ۲۹کلنه شهناز وايي چې له میاشتني عادت وړاندې د اختلالاتو رامنځته‌کېدل، د دې او خاوند ترمنځ د ستونزو لامل شوي دي.

هغې وویل: «حیض څخه دوه اوونۍ دمخه بد مزاجه او غوسه راځي، زما خاوند تل وايي، ولې ته دومره جرخونه یې؟ حتا زما په کور کې خوشحاله نه یې؛ په میاشت کې مې یوه اوونۍ هم ته خوشحاله نه یې لیدلې.؟ نه پوهیږم بیا په غیر ارادي ډول ورسره جګړه کوم. په دې وخت کې بیا زه معمولا له خپل خاوند سره جګړه کوم او دا چاره، ځینې وختونه زموږ اړیکې سړې کوي.»

د کاپیسا اوسېدونکې ۱۹کلنه شکیلا وايي: «څو ورځې وړاندې مې له طبي پریود استفاده وکړه. زړه مې کېږي چې له هېچا سره خبرې ونه‌کړم. دې بدلونونو مې پر ژوند اغېز کړی او د کور کارونو کې خور او مور سره مې دعوا کوم. کله مې چې مور او خور سره دعوه کوم، ورونو سره مې هم دعوا کوم.»

د بلخ اوسېدونکې ۲۵کلنه هیله وايي: «میاشتنی عادت لامل کېږي چې خپلو کارونو ته ونه‌رسېږم؛ زه ستړیا احساسوم او کار کولو ته زړه نه‌لرم. لامل کېږي چې لږ کار وکړم، ځینې وختونه زما مدیر پر ما غوسه کوي چې د خپلو همکارانو سره د تعامل زغم نه‌لرم  او ځینې وختونه زه له دوی سره جګړه کوم.»

د نسايي-ولادي برخې یوشمېر متخصصان پر دې باور دي چې د میاشتني عادت اختلالات په هغو مېرمنو کې لیدل کېږي چې ناسم ژوند لري. د دوی په وینا، د غذايي رژیم رعایت، منظم ورزش، د سترس مدیریت او د سلا مشورو یا درملو کارونه کولای شي، د اختلالاتو اغېز کم کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نسايي-ولادي برخې متخصصې نتاشا داوودزۍ وویل: ««د حیض یا قاعده‌ګۍ اختلالات PMS د هورمونونو بدلونونو له امله رامنځته کیږي او له ۱۵۰ څخه ډیر مختلف نښې لري. په خفیف ډول کې دا د میرمنو لپاره کومه ستونزه نه رامنځته کوي. په متوسط ډول هم د مېرمنو په ورځني ژوند اغیزه نه‌کوي. خو په شدیدو قضیو کې د میرمنو لپاره ډیرې ستونزې او ننګونې رامنځته کوي او لامل کیږي چې د ښځو د ژوند نظم له منځه یوسي او د هغوی د تمرکز کچه هم راکمه کړي چې درملنې ته اړتیا لري.»

سونیټا بهرام چې د نسايي-ولادي برخې متخصصه ده، وویل: «دا اختلالات په هغو مېرمنو کې ډیر پیښیږي چې غیر منظم ژوند، د خوړو کمزوری رژیم لري، هغه مېرمنې چې تمرین نه کوي او دوامداره اندېښنه لري هغوی کې دا ستونزې ډېرې وي. غوره حل لاره د ژوند طرز بدلول، په منظم ډول تمرین کول او په سمه توګه خواړه خوړل دي. کورنۍ هم باید خپل پوهاوی لوړ کړي او نجونې وهڅوي چې په مثبت ټولنیز چاپیریال کې ژوند ته دوام ورکړي، ترڅو د ستونزو ډېرېدو مخه ونیول شي.»

ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او ارواه‌پوهانې هم د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي او وايي، حکومت کولی شي د ښوونیزو مرکزونو، روغتیايي ادارو او رسنیو له لارې د عامه پوهاوي په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «له ښځو څخه دا تمه کول چې تل د نارینه‌وو په څېر عمل وکړي، یو ناسم نظر دی چې لامل کیږي هغوی خپل رنځ پټ کړي او دوی له روغتیا او رواني خدماتو محروموي. په ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او کورنیو کې باید د حیض او د اختلالاتو په اړه یې پوهاوی زیات شي. د رسنیو فعالان او ښوونیزې ادارې باید په ښځو کې د دغو طبیعي بدلونونو په اړه د پوهاوي او ورته د درناوي لپاره پروګرامونه تنظیم کړي.»

ارواه‌پوهې حسینې محمدي هم په دې اړه وویل: «جدي اړتیا ده چې د روغتیا، ټولنیز او کلتوري لید له پلوه د حیض په اړه یوه ټولنه کې پوهاوی ورکړل شي. نجونې باید په کور او ښوونځي کې کافي معلومات ولري او ښوونکي، کورنۍ او ټولنه باید د دې پدیدې درک په لپاره جدي توجه وکړي. څومره چې دا پوهه زیاته وي، د نجونو لپاره هومره ملاتړ هم زیات وي.»

د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، ۵۰ سلنه افغان نجونې له پوره پوهې پرته د لومړي ځل لپاره میاشتنۍ ناروغي تجربه کوي او د دې نجونو ۷۰ سلنه د دودیزو باورونو له امله د حیض په جریان کې غسل نه‌کوي. ۱۲ سلنه یې بیا د حفظ الصحې مناسبو وسایلو ته لاسرسی نه‌لري.

دا داسې مهال دی د مخکیني حکومت د پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په همکارۍ د قاعده‌ګۍ پرمهال د نجونو فردي روغتیا لارښوود خپور کړ.

د روغتیاپالانو د سپارښتنو پر بنسټ، دا لارښود د افغانستان په څېر مخ پر ودې او دودیزو ټولنو کې، د هغو مېرمنو او نجونو لپاره چې میاشتنی عادت تجربه کوي، یوه حیاتي اړتیا ده، ترڅو د جدي انتاناتو، التهابي ستونزو او د نه‌اومیندوارۍ په څېر د اوږدمهاله پایلو مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام