د هېواد بیلابیلو برخو کې د ښځو د حقونو له ۱۲ فعالانو سره د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې دغو ښځو د بودیجې نهشتون، د ملاتړو ادارو تړل کېدو او د کورنیو او ټولنیزو فشارونو ترڅنګ، د محرومو ښځو لپاره د عدالت غوښتو ته دوام ورکړی.
دغه فعالان د وړتیاوو لوړولوو، ښوونې، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي، کاري فرصتونو، اقتصاد او د ښځو رواني ملاتړ په برخو کې کار کوي.
دوی سره له دې چې هغومره امکانات نهلري، خو خپلې هیلې یې له لاسه نه دي ورکړي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
تهمینې منګل چې کلونه یې د ښځو د حقونو لپاره کار کړی وویل، هڅه کوي چې د ښځو لپاره د رواني درملنې یو مرکز جوړ کړي، خو ټولنیز او فرهنګي خنډونه او د مالي امکاناتو نهشتون هغه په هر ګام کې له ننګونو سره مخ کوي.
«هڅه کوم چې د ښځو لپاره د رواني درملنې یو ځانګړی مرکز جوړ کړم، څو یوه امن چاپریال کې د ښځو د پرمختګ لپاره کار وکړو. تر ټولو سترو ننګونو سره چې زه افغانستان کې د ښځو حقونو فعالې په توګه مخ شوې یم، ټولنیز او فرهنګي محدودیتونه دي، چې مختلفو برخو کې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي. د دې ترڅنګ د مالي ملاتړ نه شتون هم جدي ستونزه ده.»
حمیرا فرهنګیار ۲۵کاله د جنسیتي برابرۍ لپاره مبارزه کړې او اوس یې له زدهکړو او کار څخه د محرومو نجونو او ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره د کار زمینه برابره کړې ده.
خو هغه هم د مالي امکاناتو نهشتون څخه شکایت کوي.
«د ښځو لپاره کاري فرصتونه باید برابر شي، ترڅو یو څه زدهکړي او له دغه وضعیت څخه رابهر شي. ما د خیاطۍ یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړې او هغه نجونې چې له ښوونځي پاتې شوي د خیاطۍ دغه مرکز کې مصروفه دي. مالي برخه کې ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو، ځکه کله چې پروژه نه وي، مونږ فعالیت نهشو کولی، تر هغه چې حکومت مرسته ونه کړي، مقطعي مرستې ځای نهنیسي.»
کریمه رحیمیار بیا له تېرو ۱۳کلونو راهیسې د ښځو حقونو لپاره کار کوي او اوس هم د نجونو او ښځو لپاره د ښوونې په برخه کې فعالیت لري.
هغې د هغو ستونزو په اړه چې ورسره مخ ده، وویل: «۱۳کاله کیږي چې د ښځو حقونو لپاره کار کوم، اوس سرچینو ته لاسرسی نهلرو، کافي بودیجه هم نشته، ترڅو وکولی شو د دفتر کرایه او د کارکوونکو معاشونه ورکړو. دا ځکه چې پروژې نشته. زه اسلامي امارت ته وړاندیز کوم چې باید ښوونځي پرانیزي او زمونږ دفترونه ونه تړل شي.»
مسکا سادات هم د ښځو د حقونو فعاله ده او ۸ کاله کیږي چې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې فعالیت لري.
هغې وویل، د ښځو په برخه کې کار کول داسې دي چې له فرهنګ، ټولنې او ان کورنۍ سره په مقابله کې شې.
«که چېرې وغواړې چې افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره فعالیت وکړې، دا مانا چې ځان ته دښمني ګټې او له هر ځایه درته ستونزه پیدا کیږي، له نورو کورنیو نه، ان له خپلې کورنۍ هم درته ستونزه جوړیږي. حللارې ډېرې دي، کوم بنسټونه چې وايي د بشر حقونو لپاره هڅې کوي، هغوی کولی شي د افغانستان ټولنه کې د پوهاوي ورکولو پروژې رامنځ ته کړي او ملګري ملتونه کولی شي افغان ټولنه کې کاري شرایط برابر کړي.»
شمایل موسوي بیا تازه د ښځو حقونو په برخه کې کار پیل کړی، هغه د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.
هغې وویل، که شرایط همداسې دوام وکړي، افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړو لپاره روښانه راتلونکې د تصور وړ نه ده.
نوموړې وویل: «شاوخوا یونیم کال کېږي چې فعالیت لرم، افغانستان کې د ښځو فعالانو راتلونکی روښانه نهوینم او فکر کوم، که داسې دوام ولري، ښايي ښه راتلونکې ونهلري. حل لاره دا ده چې ښځې باید خبرو ته پرېږدي او هغه حق چې خدای ورکړی، ترې ګټه واخلي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بشر حقونو کارپوهانو په وینا، د یوه باوري او ځانګړي ادرس او هېوادونو د ملاتړ نشتوالي د ښځو ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.
د بشر حقونو د مدافع مجمع اجرايي ریس حسن انوش وايي: «کله چې زه دې مسلې ته له قانوني نظره ګورم، دا د افرادو اساسي حقونه دي. هېڅوک نشي کولی خلک له دې حقونو څخه محروم کړي او د دوی له اساسي حقونو څخه محرومول، پهخپله غیرقانوني دي. د ښځو هغه ډلې چې په افغانستان کې شتون لري، باید مالي، تخنیکي او سیاسي ملاتړ ورکړل شي، هر ډول ملاتړ چې اړین وي.»
د بشرحقونو کارپوه عبدالله احمدي وايي: «دوی د یوه ځانګړي رسمي ادرس له نشتوالي سره مخ دي چې وکولای شي، د ښځو د حقونو د فعالینو سره همغږي، ملاتړ او راپور ورکړي. دې کار نه یوازې د ښځو د حقونو د فعالینو کار ستونزمن کړی، بلکې دوی یې له قانوني، رواني او مالي ملاتړ څخه هم محروم کړي دي. د نړیوال قانون له نظره، ټول حکومتونه مکلف دي چې د بشري حقونو د اسنادو او کمېسیونونو لکه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړو کمېسیون پربنسټ، د ښځو لپاره داسې شرایط رامنځته کړي چې له خپلو سیاسي، انساني، اقتصادي او ټولنیزو حقونو څخه برخمنې وي.»
د افغان ښځو شبکې پخوانۍ مشره ماري اکرمي وايي چې د ښځو د مدافعو وضعیت رسېدنې لپاره هېڅ راز رسېدنې لپاره ځانګړی بنسټ شتون نهلري او په وینا یې، حتا د یوناما دفتر هم حقوقي ملاتړ نهشي کولای.
هغه وویل: «اوس مهال افغانستان کې د ښځو د حقونو د مدافعینو د وضعیت د حل لپاره کومه ځانګړې اداره نشته. د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تړل شوي او حتی د یوناما سیاسي دفتر هم نشي کولی اړین قانوني ملاتړ چمتو کړي. د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په څېر د مهمو ادارو تړل د ښځو د حقونو د فعالینو لپاره د وکالت پروسه په جدي توګه ننګولې ده. دغو ادارو د پالیسیو په ډیزاین کولو، د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د وکالت کولو او د ښځو د پیاوړتیا پروګرامونو ملاتړ کې کلیدي رول لوبولی دی.»
بلخوا د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ښځو د حقونو د مدافعینو فعالیتونه ردوي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې په روانو شرایطو کې د عدالت لپاره د ښځو د مدافع وکیل ته اړتیا نشته.
د دغه وزارت ویاند سیفالسلام خیبر سلاموطندار ته وویل چې وزارت د بشري حقونو د تضمین لپاره ژمن دی او ښځې کولای شي، د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره وزارت ته مراجعه وکړي.
هغه وویل: «زموږ خویندې کولی شي په ازاده توګه دې وزارت ته مراجعه وکړي، څو خپل حقونه وغواړي او د دې وزارت ټول کارمندان به په ټول درناوي او عقیدت سره هغه مسله وڅېړي چې دوی یې حل کوي. د هغې په اړه به معلومات ترلاسه کړي او بیا به د دوی د ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي. الحمدالله اوس د ویلو لپاره هېڅ شی نه دی پاتې چې ووایو، ښځې باید د ښځو د حقونو دفاع وکړي؛ الحمدالله د ښځو حقونه په ټول هېواد کې خوندي دي، څه په ولایتونو یا ولسوالیو کې خپل حقونه ترلاسه کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي پرمختګونو او د سرپرست حکومت لخوا د ښځو په کار، تعلیم او په ټولنه کې د د دوی پر ونډې د محدودیتونو لګولو وروسته، د ښځو د حقونو فعالینو خپل فعالیتونه په دې برخو متمرکز کړي او په مختلفو لارو یې د ښځو د حقونو لپاره ملاتړ کړی دی.


