د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور تېره ورځ (پنجشنبه، جوزا لومړۍ) ناوخته د خوست د صبريو يعقوبيو ولسوالي «زمبر» سيمه کې د ياد بند د تخنيکي سروې چارو د پيل مراسمو ته وويل، دغه بند به د دې سيمې سيلاب اوبه کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو ته به ګټه وکړي.

د ياد بند سروې او د چارو مخته وړل د اوبو او انرژی وزارت پر‌غاړه دي، خو د جوړېدو لګښت یې د قطر هېواد د يو سوداګر لخوا ورکول کيږي چې ټولټال به پرې ۵۹۱ ميليون افغانۍ لګښت راشي.

د کابل سينديزې حوزې مشر محمدعارف مومند وويل، دغه بند د ۳۲ مترو په لوړوالي سره جوړيږي چې د يو ميليون متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتيا به ولري.

هغه دغه‌راز وويل چې ياد بند به ۲۰ زره جريبه ځمکه خړوبه کړي او ۳۵۰۰ کورنۍ به ترې استفاده کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې د ياد بند تخنيکي سروې به په راتلونکو دريو مياشتو کې بشپړه شي او له هغه وروسته به يې د جوړېدو رسمي کارونه پيل شي.

ورته مهال د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسيدونکي د «زمبر» بند د لومړنيو چارو پيل ته خوښي څرګندوي او وايي، په سيمه کې يې د اوبو نشتون له امله ډيری ځمکې شاړې پرتې دي چې د بند په جوړېدو سره به يې ځمکې ابادې شي.

د صبريو او يعقوبيو يو تن اوسيدونکي امیرخان وويل: «د دغه بند په جوړيدو سره به ډيری ځمکې د سيلاب له خطر وژغورل شي او په منظم ډول به ځمکو ته اوبه پيدا شي.»

هغه له حکومتي مسولانو غوښتنه وکړه چې د ياد بند د چارو کيفيت او پر خپل وخت ترسره کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د خوست په بيلابيلو ولسواليو کې د اوبو مهار کولو لپاره شپږ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام