د برښنا شرکت اجرایي مشر عبدالباري عمر وايي چې هېواد کې د برښنا پراختیا په لړ کې به سږکال ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه، لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېستغونډه کې کړې دي.
د برښنا شرکت اجرايي مشر زیاته کړه چې سږکال به لغمان کې ۶۵۰۰ کورنيو ته د برښنا خدمات برابر کړي او په وینا یې، د برښنا شبکې پر پراختيا او نوې کولو به اساسي کار وکړي.
عبدالباري عمر همداراز زیاته کړې چې روان کال به د بېلابېلو پروژو په ترڅ کې د ۲۱ میلیارډ افغانیو په لګښت د برښنا کورني تولید پروژې پلې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي په یادو مراسمو کې وویل: «برښنا د يوه ملت په سياسي او اقتصادي ازادۍ خونديتوب کې اساسي رول لري. زموږ موخه ولس د برښنا له نعمت څخه برخمن کول، له صنعت څخه ملاتړ او کاري فرصتونو ايجاد لپاره زمينه برابرول دي.»
لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېستغونډه کې د سرپرست حکومت یوشمېر نورو چارواکو هم د برښنا برخه کې پر ځانبسیاینې او پانګونې ټينګار کړی دی.