د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر اېکسپاڼه لیکلي چې نن (شنبه، ثور ۲۰) کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین لومړنۍ درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.
هغه ویلي چې دغه غونډه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په کوربهتوب شوې ده.
د ده په وینا، یاده غونډه کې ګډونکوونکو د امنیتي او اقتصادي همکاریو او د سیمهییز ثبات په اړه لیدلوري شریک کړي دي.
ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دغه غونډه کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ګډون درلود.
د هغه په وینا، امیر خان متقي دغه غونډه کې له افغانستان سره د پاکستان او چین سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي وبللې او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام په اساس د اړیکو د لاپرمخت ژمنه وکړه.
همداراز، د بحثونو په پایله کې هوکړه وشوه چې درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډيالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې دایرېږي او هم به د افغانستان د گاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې لپاره چمتوالی نیسي.
د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق تېره ورځ کابل ته په سفر راغلی دی.
هغه تېره ورځ جمعه د دغه سفر په اړه ډېر جزییات نه وو ورکړي، خو ویلي وو چې د اسلامي امارت چارواکو سره به مهمې ناستې ولري.
هغه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو سره هممهاله کابل ته سفر کړی دی.

