رویټرز خبري اژانس راپور ورکړي چې واشنګټن غواړي غزه کې یو موقت دولت جوړ کړي چې مشري به يې يو امريکايي په غاړه ولري.
راپور کې ویل شوي چې امریکا به دغه جوړښت کې له فلسطیني تکنوکراتانو مرسته وغواړي او دغه موقت امريکايي دولت به د غزې تر بشپړ بې وسلې کولو دوام وکړي.
همدارنګه ويل شوي چې غزه کې د امریکا وړاندیز کېدونکی دولت به له حماس او د فلسطین د کورواکې ادارې له تشکیلاتو پرته جوړ شي.
ورته وخت کې مصر او قطر چهارشنبه د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره، غزه کې د انساني بحران پایته رسولو په موخه د منځګړیتوب لپاره د هڅو په دوام ټينګار کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بیانیه کې ویل شوي چې دغه هڅې د امریکا په نژدې همکارۍ ترسره کیږي، ترڅو داسې هوکړه ترلاسه شي چې دغه انساني بحران ته د پای ټکی کېږدي او د ملکیانو امنیت تضمین شي.
حماس غورځنګ چې له ٢٠٠٧ کال راهیسې د غزې اداره په لاس کې لري، اسرائیل تورنوي چې خواړه د غزې جګړه کې د وسلې په توګه کاروي.