د کندهار اوسېدونکی ۲۵کلن سدیس اتش چې د طب پوهنځي زدهکړیال دی او له تېرو څلور کلونو راهیسې په سکرو رسامي کوي.
سدیس چې دغه هنر له روزنې پرته زدهکړی، خپله لومړۍ رسامي د درسي کتاب په وروستۍ پاڼه وکښله، هغه ساده طرحه چې هنر سره د نوموړي د لېوالتیا لومړی ګام و. هغه د خپل نږدې ملګرو په هڅونه دې لارې ته دوام ورکړی.
نوموړي وویل: «لومړۍ انځورګري مې، زما د کتاب په وروستۍ پاڼه کې وه، چېرې چې ما یوه سترګه رسم کړه؛ کله چې زما نږدې ملګرو دا سترګه ولیده، دوی ډېر وهڅولم؛ دوی دا ډېره خوښه کړه. زه ښوونکی نهلرم، له چا مې نهده زدهکړې؛ کله ناکله چې زه له ځینو ستونزو سره مخ شم، په یوټیوب کې یې ګورم او په ټوله کې ښوونکی نهلرم، خپله مې زدهکړې.»
سدیس د کورونا پرمهال چې کله یوازې و او زړه به یې، تنګېده، د سکون او د زړه تنګوالي څخه د خلاصون لپاره رسامي ته مخه کړه. «د قرنطین پرمهال کله چې یوازې مې ژوند کاوه او زړه به مې تنګېده، یوه تفرېح به مې لټوله، څو چې رسامي ته مې مخه کړه.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رسامي نوموړي ته نهیوازې د اړتیا وړ احساس باندې واوښته، بلکې هغه څه به یې، هم رسمول چې زړه کې به یې وو. د سدیس انځورګري یوې هندارې ته ورته ده چې د نوموړي دننه احساساتو ښکارندوي کوي. «ډېری طرحې مې د زړه تنګوالي او ناخوښیو دي.»
سدیس په ډېرو نندارتونونو او ګالریو کې ګډون کړی او د خپلو اثارو د پلور لپاره ورته ډېر وړاندیزونه شوي دي، خو نوموړي زړه نهدی ښه کړی چې خپل اثار وپلوري. هغه وايي، هر اثار یې، د زړه ټوټه ده او نهشي کولای چې له ځان یې، جلا کړي.
نوموړي وویل: «ډېرو نندارتونونو کې مې ګډون کړی، ډېر هڅول شوی یم او وړاندیزونه راته شوي، خو تراوسه مې نهدي غوښتي چې خپل اثار وپلورم، ځکه هر یوه سره یې، تړاو لرم.»
سدیس وايي، هنر نهیوازې د احساساتو د بیان وسیله ده، بلکې د خپل ځان دننه پېژندګلوي او ارامښت ته رسېدل دي. هغه ځوانانو ته وايي: «د خپل ځان پېژندنې لپاره وخت ورکړی، زغم ولرئ، ښې پایلې به ترلاسه کړئ.»
که څه هم هېواد کې ګڼشمېر ځوانان د هنر برخه کې د مالي ملاتړ او د خپلو اثارو لپاره د بازار له نشتوالي سره مخ دي، سدیس اتش د استقامت د یوه سمبول په توګه له هنر سره خپله لېوالتیا روانه ساتلې او د ټولو ستونزو او خنډونو سره سره خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره مزل لنډوي.


