د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې بېلابېلو هېوادونو ته ۳ زره او ۶۳۲ ټُنه غالۍ صادرې شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، تېر کال کې د افغانستان د صادرو شویو غالیو ټولیز ارزښت ۱۵ میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي چې د افغانستان غالۍ پاکستان، آسترالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، اوزبیکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر اساس، ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د غالیو صادراتو ارزښت ۲۰ میلیون ډالرو ته رسېده.



