Asset 1SWN

پوتین: اړتیا نشته چې اوکراین کې اټُمي وسلې وکاروو

پوتین

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وايي چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره کافي سرچینې او ځواک لري او په وینا یې، اړتیا نشته چې هلته اټمي وسلې وکاروي.

نوموړي نن یکشنبه، مې څلورمه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي: «موږ کافي ځواک او سرچینې لرو چې هغه جګړه مو چې په ۲۰۲۲کال کې پیل کړې، په خپله ګټه او هر لوري ته چې موږ یې، غواړو بوځوو. دوی غوښتل چې موږ تېروتنې وکړو، د دې وسلو کارولو ته اړتیا نشته او هیله لرم چې پیدا به نه‌شي.»

پوتین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونه غواړي، دغه جګړه پای ته ورسوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د پوتین له لوري وړاندیز شوی درې ورځنی اوربند د اوکراین له لوري نه‌دی منل شوی او غوښتنه یې، کړې چې روسیه باید د جګړې درولو لپاره یوه میاشتني اوربند ته غاړه کېږدي.

پوتین څو ورځې وړاندې د مې میاشتې له اتمې تر لسمې اوکراین ته د اوربند وړاندیز کړی و او هیله یې، ښودلې وه چې اوکراین به دغه اوربند ومني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام