Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ژوند بایللی

ټرافیکي پېښه

د میدان‌وردګ امنیې قومنداني مسوولان وايي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه‌لار د ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپيان شوې دي.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني ویاند محمد یوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، پېښه بېګاه ماښام د کابل-کندهار په لویه‌لاره د فېلډر او لوکسل ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسرار زیاته کړه، پېښه کې د دریو ماشومانو او دوو میرمنو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او د پنځه ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې ټپيان د سیداباد ولسوالي روغتون ته لیږدول شوي، خو د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام