Asset 1SWN

روغتیا نړیوال سازمان: ملاریا هره دقیقه کې د یو کس ژوند اخلي

ملاریا

تېره ورځ د اپرېل ۲۵مه د ملاریا ناروغي نړیواله ورځ وه.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دغه ناروغي نړۍ کې په هره دقیقه کې نږدې یو کس وژني چې تر ټولو زیات کسان ان تر ٩٥ سلنه ورنه په افریقا کې مري.

دغه سازمان «ملاریا له موږ سره ختمېږي» په نوم خپور کړي شعار سره لیکلي، د ملاریا نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د دوامدارې پانګونې او سیاسي ژمنې اړتیا پیاوړي کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روغتیا سازمان په وینا، په ٢٠٢٣ کال کې په ٨٣ هیوادونو کې د ملاریا ٢٦٣ میلیون پېښې ثبت شوي چې ٥٩٧ زره کسان ترې مړه شوي دي.

د روغتياپالانو په وینا، ملاریا یوه ژوند ګوښوونکې، خو د درملنې وړ ناروغي ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام