د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د چین په صادراتي توکو یې تعرفه له ۱۰۴سلنې ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې او د نورې نړۍ اضافه تعرفه یې ۹۰ ورځې ځنډولې ده.
هغه لیکلي چې دغه پرېکړه د چین د هغه غچ اخیستونکي اقدام په ځواب کې شوې چې د امریکایي توکو په وارداتو یې تعرفې ولګولې.
ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر چین لګول شوې تازه تعرفه په سملاسي ډول عملي کېږي.
خو نوموړي هممهاله له نورو هېوادونو پر وارداتي توکو دې وروستیو کې لګولې اضافي تعرفه د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې او ویلي، دامهال به ترې یوازې ۱۰ سلنه تعرفه اخیستل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه پر خپله تروت سوشیل خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي، تر ۷۰ ډېرو هېوادونو له امریکايي چارواکو سره اړیکه نیولې چې د خپلمنځي سوداګرۍ برخه کې موجودې ستونزې حل کړي.
چین تر دې وړاندې ویلي وو چې د دغه هېواد په صادراتي توکو د ډونالډ ټرامپ د لګول شویو تعرفو په ځواب کې یې، د متحده ایالتونو په وارداتي توکو تعرفه له ۵۰ سلنې، ۸۴ سلنې ته لوړه کړې ده.
کارپوهانو په اند، چین تر امریکا وروسته دویم ستر اقتصاد لري او د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه جګړه د ټولې نړۍ اقتصاد اغېزمنولی شي.



