د پکتيا د امنیې قومنداني یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د نشهيي توکو يوه کارخونه کشف او ۵۰۳کيلو ګرامه خام چرس ترلاسه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ياده اندازه چرس د نشهيي توکو پر ضد د مديريت پولیـسو لخوا تېره ورځ د احمداباء ولسـوالي په «زرګل» سیمه کې په يوه کارخونه کې کشف شوي دي.
ياده کارخونه کې ۶۱۹کيلو ګرامه د بنګو دانې، يو پيکپ موټر، د چرسو پروسس يو ميز او ځینې نور توکي هم ترلاسه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو نشهيي توکو په تور ۳ کسان نيول شوي چې تر لومړنيو څيړنو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم په څمکنيو او اريوب ځاځيو ولسواليو کې دوه کسان يوه اندازه نشهيي توکو سره لاس په لاس نيول شوي وو.



