Asset 1SWN

د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې؛ روسیې له ۳۰ ورځني اوربند سره مخالفت کړی

پوتین-ټرمپ

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې روسیې د ټرمپ له لوري د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

که څه هم دې ټیلیفوني اړیکه پوتین د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو د بریدونو درولو په اړه هوکړه کړې، خو ۳۰ ورځنی اوربند یې، نه‌دی منلی.

ولادېمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ پرون سه‌شنبه، مارچ ۱۸مه د اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو څه باندې یونیم ساعت خبرې وکړې.

له دې ټیلیفوني اړیکې وروسته کرملین ویلي چې پوتین خپلو ځواکونو ته امر کړی، څو د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو بریدونه ونه‌کړي.

سپینې ماڼۍ هم په یوه بیان کې ویلي: «دواړو مشرانو هوکړه کړې چې د انرژۍ زېربناوو برخه کې اوربند سره د سولې پر لور حرکت پیل کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


روسیې د تېرو درېوو کلونو پرمهال روانه جګړه کې د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو ویجاړونکي بریدونه کړي دي.

که څه هم د کرملین په بیانیه کې ویل شوي چې دې محدود اوربند سره اوکراین هم هوکړه کړې، خو کېیف بیا تراوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

خو د کرملین د بیان له مخې، د سولې لپاره «یو مهم شرط» به د اوکراین د پوځ لپاره د لوېدیځ پوځي او استخباراتي ملاتړ پای ته رسول وي؛ هغه څه چې کېیف او اروپايي هېوادونه به اندېښمن کړي.

د سپینې ماڼۍ د بیان په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې ټرمپ او پوتین د منځني ختیځ او احتمالي جګړو په اړه هم خبرې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام