Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه ګواښونو سره مخ دي

48128148903_1094a81b2d_b

د مارچ ۸مې د ښځو نړیوالې ورځې په رانژدې کېدو سره، ملګروملتونو د (پنجشنبه د کب ۱۶مه) یوه رپوټ کې ویلي، د نړۍ په سطحه د ښځو او نجونو حقونه له بې‌مخینې ننګونو سره مخ شوي دي.

دغه رپوټ کې راغلي چې ۲۰۲۴ کال کې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ یو پر څلورمه برخه دولتونو شاه‌تګ لرلی دی.

د رپوټ پر اساس، سره له دې چې دغه برخه کې ځینې پرمختګونه شوي، خو د ډیموکراټیکو بنسټونو کمزوري کېدو د جنسیتي نابرابرۍ سره مرسته کړې او د ښځو حقونه اغېزمن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: «په نړیواله کچه د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی ترخطرناکې کچې لوړ پاتې دی. د نړۍ په هرو دریو ښځو کې یوې په ژوند کې د خپل ژوند د شریک او یا بل کس لخوا فزیکي او یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.»

همداراز ویل شوي، کله چې ښځې او نجونې وکولای شي پرمختګ وکړي، ورسره ټول پرمختګ کوي.

د ښځو ژوند ارزولو په تړاو د ملګروملتونو په دغه رپوټ کې راغلي چې د نړۍ په سطحه له ۹۰ کم هېوادونه د یوې ښځې د مشرۍ تجربه لري او اړتیا ده چې د ښځو د حقونو ساتنې لپاره بېړني ګامونه پورته شي.

ملګري ملتونه زیاتوي، هڅه کوي چې د نړۍ په سطحه ښځو او نجونو ته داسې شرایط برابر شي، ترڅو له خپلو حقونو او اړینو ازادیو برخمنې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ښځو اړوند د ملګرو ملتونو راپور کې د جنسیتي نابرابرۍ د ستونزې د حل لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په څیر ټکنالوژۍ ته د متوازن لاسرسي، د اقلیم بدلون په وړاندې په فعالیتونو کې د جنسیتي توازن، د بېوزلۍ د ختمولو لپاره د پانګونې، د عامه پوهاوي د زیاتولو او د جنسیتي تاوتریخوالي په خلاف د اقداماتو غوښتنه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام