د برېټانیا لومړي وزیرکيیر سټارمر لندن کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره د لیدنې پرمهال د مرستو ژمنه کړې ده.
سټارمر د لیدنې پرمهال زېلېنسکي ته ډاډ ورکړی چې دغه هېواد به له اوکراین سره ولاړ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې لیدنې وروسته برېټانیا اوکراین سره د پوځي مرستو برابرولو لپاره د ۲.۲۶ میلیارډ پوڼدو د مرستې اعلان هم کړی دی.
د برېټانیا لومړي وزیر ویلي: «لکه څنګه مو چې بهر د سړکونو پر سر د خلکو د ملاتړ نارې واورېدې، تاسو د برېټانیا بشپړ ملاتړ لرئ. موږ تر هغه وخته چې اړتیا وه، له تا او اوکراین سره به ودرېږو.»
زېلېنسکي د اروپايي مشرانو د غونډې لپاره لندن ته ورغلی او د دواړو مشرانو ناسته هم د امریکا د مرستو کمېدو او بندېدو په صورت کې له اوکراین د اروپايي هېوادونو د دفاع پر څرنګوالي ورټوله وه.
دغه ناسته یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې زېلېنسکي په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له ناندریو ډکه ناسته درلوده.