سلام‌وطندار له ۲۱۹ ځوانانو سره د دوی راتلونکې ته د هیله‌مندۍ په اړه نظرپوښتنه کړې چې ۴۰سلنه ویلي، خپلې راتلونکې ته ناهیلي او ۶۰سلنه بیا هیله‌مند دي.

په دې نظرپوښتنه کې راتلونکې ته د ګډونوالو  د هیله‌مندۍ او ناهیلي‌توب ارزونه شوې ده. پرمختګ ته د زمینې برابرېدل، ښه اقتصاد او امنیت هغه لاملونه دي چې ځوانان خپلې راتلونکې ته هیله‌مند دي او ناهیلي ځوانان بیا سیاسي بې‌ثباتي، پر ښځو لګېدلي محدودیتونه او کورنۍ ستونزې راتلونکې ته د خپلې ناهیلۍ لاملونه یادوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نظرپوښتنې ۵۰سلنه ګډونوالو ویلي چې خپلې شغلي، تحصیلي او اقتصادي راتلونکې او ۲۱.۹سلنه نورو بیا ویلي چې یوازې د خپلو زده‌کړو راتلونکې ته اندېښنمن دي.

د دایکندي اوسېدونکې ۲۲کلنه حسنا وايي چې د زده‌کړو نامعلوم برخلیک یې، نوموړې اندېښمنه کړې. «ومې نشوای کړای چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم؛ اوسنیو شرایطو ته پام که زده‌کړې نه‌وي او دنده هم  نه‌واي، نو اقتصاد به دې خراب وي.»

د کابل اوسېدونکی میلاد چې څلور کاله کېږي په انلاین بڼه کار کوي، وايي، عاید یې، کم شوي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی. «خلک پیسې نه‌لري چې انلاین پېر وکړي، کور او ژوند لګښت نه‌شي برابرولی، ټول جنسونه مو چې راوړي، نه‌دي خرڅ شوي او زیان مو کړی.»

د پروان اوسېدونکی ۳۰کلن احمدذکي وايي: «وزګارتیا ډېره شوې؛ موږ کار نه‌لرو؛ که ګاونډي هېواد ته لاړ شو، هلته هم کار نشته او څوک اجازه نه‌راکوي؛ ځوانان ډېر په تکلیف دي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر وايي، ځوانانو ته د انګېزې ورکولو لپاره بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري. «د امربالمعروف وزارت دعوتي پروګرامونه او انګېزشي پروګرامونه ترلاس لاندې لري او محتسبین ځوانانو سره ناستې لري او دې ناستو کې انګېزه او روحیه ورکوي.»

د ټولنیزو چارو کارپوه احمدراشد صدیقي وايي چې راتلونکې ته د ځوانانو ناهیلي د کډوالۍ او نشه‌يي توکو کارونې لامل شوی دی. «کله چې شغلي او تحصیلي فرصتونه رامنځته نشي، ځوانان دې ته هیله‌مند نه‌شي چې یوه برخه کې تخصص سره خدمت یا د کار کولو فرصت ورته برابر نه‌شي، نو ناهیلي کېږي او کډوالۍ ته مخه کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې نظرپوښتنه کې ځوانان داسې مهال خپلې راتلونکې ته ناهیلي دي چې د  جمهوریت له پرځېدو وروسته ځوانانو ته کاري فرصتونه کم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام