په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی تاجالدین ایو وال وايي، د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي پرون د مرغومي ۲۸مه، د جمعې ورځ پر اېکس لیکلي، په روان زېږدیز کال کې باید د افغانانو، په تېره د افغان ماشومانو د ملاتړ په موخه د اوبو ناورین پر وړاندې مبارزه چټکه شي.
ایو وال ویلي چې یونیسف په تېر زېږدیز کال کې د ماشومانو په ګډون، یو میلیون افغانانو ته مرستې رسولې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۳۸زرو ډېر افغانان چې نیمايي یې ماشومان دي، د اوبو او هوا حالاتو د بدلون له کبله بېځایه شوي دي.