Asset 1SWN

سلام وطندار

اوکراین پر روسیې تر ټولو لوی هوايي برید کړی

ukraine-war-russia-offensive-1

د اوکراین چارواکي ادعا کوي چې د جګړې له پیل راهیسې یې، پر روسیې تر ټولو لوی هوايي برید کړی دی.

د اوکراین او د روسیې ترمنځ د روانې جګړې نږدې درې کاله پوره کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین د بېګاه شپې توغندیز او ډرون بریدونو غچ به اخلي او تور یې، پورې کړ چې یاد هېواد د امریکا او انګلستان له‌خوا ورکړل شوي، توغندي کاروي.

د دفاع وزارت په وینا، د اوکراین له لوري ډېری وېشتل شوي توغندي او ډرون شنډ شوي دی. یاد وزارت زیاته کړې چې په دې برید کې تر ډېره ښارونه او صنعتي مرکزونه په نښه شوي.

د روسیې ساراتوف او انګلس ښارونو کې کارخونو ته زیان اوښتی او یوشمېر ښوونځي هم رخصت شوي او هوايي ډګرونو کې هم د لنډمهال لپاره الوتنې درېدلې دي.

اوکراین یوه اوونۍ وړاندې هم پر یادې سیمې برید کړی و او ادعا کړې وه چې د تېلو یوه زېرمه چې د روسیې پوځي اډې ته یې، تېل لېږدول، په نښه کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اوکراین پوځ همداراز ویلي چې د روسیې په بریانسک، توله او تاتارستان کې یې، کیمیاوي کارخونې په نښه کړي چې د روسیې پوځ لپاره به یې، پوځي وسایل او تجهیزات برابرول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام