ملګري ملتونه وايي چې د میانمار په ختیځ راخین ایالت کې د پوځ هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرروملتونو جمعه، جنورۍ ۱۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د راخین ایالت اړوند د رامري ښارګوټي په «کیا نيماوو» کلي کې د پوځ هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
میانمار له ۲۰۲۱کال راهیسې هغه مهال چې پوځ د انګسانسوجي په مشري ملکي حکومت وپرځاوه، له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «په راخین ایالت کې په دې وروستیو کې جګړې زور اخیستی چې بیه یې، ملکیان پرې کوي.»
په ورته مهال دغه ایالت کې د جګړې او بریدونو له امله ملکیان له ګواښ سره مخ دي او د خوړو نهخوندیتوب ترڅنګ، لومړني روغتیايي خدمتونه هم نهلري.
یادو سیمو کې تر ډېره مسلمانان مېشت دي. ملګروملتونو تېره اوونۍ ویلي و چې د میانمار د کورنیو جګړو له امله څه باندې درې میلیونه وګړي بېځایه شوي چې د تېرکال په پرتله ۱.۵ میلیونه کسان ډېر شوي.