Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې د یوه جرمني ډيپلوماټ مړی موندل شوی

OIP

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت دویم سکرټر ټامس جورګن په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

پولیسو رسنیو ته ویلي چې  نوموړی له دوو ورځو راهیسې خپلې دندې ته نه‌وو تللی او د لټون پرمهال په خپل کور کې مړ پیدا شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پولیسو په وینا، تراوسه د نوموړي د مړینې لامل نه‌دی روښانه شوی او په وینا یې، تر طبي معایناتو ورسته به یې، لامل څرګند شي.

ټامس جورګن د اسلام‌اباد په یوې خوندي سیمه کې ژوند کاوه او له امنیتي اړخه امنه سیمه بلل کېده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پولیسو همداراز ټينګار کړی چې د جرمني له سفارت سره یې، یوځای د نوموړي د مړینې په تړاو ګډې پلټنې پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام