Asset 1SWN

سلام وطندار

ملابرادر:‌ د لوګر د اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدنه وشي

برادر،- لوګر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لوګر ته د یوه سفر  پرمهال د دغه ولایت له چارواکو سره لیدلي دي.

د لوګر مقام کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني د یاد ولایت د اوسېدونکو د پوهنې، روغتیا، کرنې او د اوبو مدیریت برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، د لوګر اوسېدونکي په تېرو څو لسېزیزو جګړو کې سخت زیانمن شوي او اړتیا ده چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست‌الوزرا‌ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، ا.ا ټولو هېوادوالو ته له هر ډول توپیر پرته خدمات وړاندې کوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د اوبو مدیریت ا.ا حکومت ته لومړیتوب لري او په دې برخه کې په دې ورستیو کې ښې لاسته راوړنې هم لرو.

برادر همدارنګه وویل، ا.ا له ګاونديو هیوادونو سره ښې سوداګريزې اړیکې لري او هڅه کوي چې دغه اړیکو ته د اړتیا پر اساس پراختیا ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د لوګر اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام