Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ ۱۷ ښوونځي او ديني مدرسې بیاورغول شوې

IMG_4961

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې د ۱۷ ښوونځيو او ديني مدرسو ودانيو بيارغونې چارې د لس ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې.

د دوی په وینا، يادې پروژې د پوهنې رياست په بوديجه پلې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا پوهنې رییس مولوي عبدالقيوم فاروقي د يادو پروژو ګټې‌اخیستنې مراسم ته وويل چې په بیارغول شویو ودانيو کې ۱۵ ښوونځي او دوه دیني مدرسې شاملې دي.

هغه دغه‌راز وويل چې پکتيا کې لاهم ۱۶۵ ښوونځي ودانی نه‌لري او شاوخوا ۱۰۰ ښوونځيو ودانۍ هم بيارغونې ته اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړه: «د پکتيا مرکز ګردېز په ګډون په دولس ولسواليو کې ۱۵ ښوونځيو او دوه ديني مدرسو ودانيو بيارغونې چارې بشپړې شوې. بوديجه يې د پوهنې رياست خپله وه چې څه پاسه لس ميليونه افغانۍ کېږي.»

د سيدکرم ولسوالي د کوه‌سين لېسه چې ودانۍ یې، بیارغول شوې، زده‌کوونکي يې وايي، ښوونځی یې، ډېر خراب شوی و. د یاد ښوونځي یوه زده‌کوونکي بلال وويل چې د ښوونځي ودانۍ يې ډېره خرابه شوې وه او زده‌کوونکي د درسي بهير پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د نوموړي په وینا، د ودانۍ بیارغونې سره زده‌کوونکو ته يو ښه درسي چاپېريال برابر شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتيا ولايتي مسوولانو ټینګار وکړ چې په بېلابېلو برخو کې لسګونه د بيارغونې او پراختيا برخو کې پروژو چارې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام